وزيراعظم مالياتي بدعنواني ختمولو لپاره د اقدامات په لا منظم ډول د دوامداره ساتلو د عزم پخلے ٬ نېب ته خپل كار په سپېځلتيا سره كولو لپاره مكمل اداره جارتي آزادي ترلاسه ده۔ شهباز شريف

اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف مالياتي بدعنواني ختمولو لپاره د اقدامات په لا منظم ډول د دوامداره ساتلو د عزم پخلي سره وئيلي دي نېب ته خپل كار په سپېځلتيا سره روان ساتلو له مكمل اداره جارتي آزادي ترلاسه ده، وفاقي حکومت د نېب د لارې په سياسي انتقام باور نه لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په وزيراعظم هاٶس اسلام آباد كښې د بدعنوانۍ …

اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف مالياتي بدعنواني ختمولو لپاره د اقدامات په لا منظم ډول د دوامداره ساتلو د عزم پخلي سره وئيلي دي نېب ته خپل كار په سپېځلتيا سره روان ساتلو له مكمل اداره جارتي آزادي ترلاسه ده، وفاقي حکومت د نېب د لارې په سياسي انتقام باور نه لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په وزيراعظم هاٶس اسلام آباد كښې د بدعنوانۍ مخنيوي نړيوالې ورځ په اړه په دستوره كښې د خاص مېلمه په حېث د ګډون په مهال خپلو خبرو كښې كړې۔ په دستوره كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، وفاقي وزيرانو سېنېټر اورنګزيب، عطاء الله تارړ،٬ اعظم نذير تارړ، د نيب افسران، د اېف آئي اے ډي جي، د قانون نافذ كوٶنكو ادارو مشران، سرکاري افسران او نورو ګډون وكړو ۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د قامي احتساب بيورو (نېب) لخوا د مالي بدعنواني خاتمې لپاره د هلو ځلو او په غېر معمولي کاميابه کارروائيو ليفټيننټ جنرل (ر) نذير احمد او ټولې ډلې ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل نېب ته بشپړه اداره جارتي آزادي ترلاسه ده چې سپېځلتيا سره خپل كار روان وساتلے شي ځكه چې وفاقي حکومت د نېب د لارې په سياسي انتقام باور نه لري۔ ده ووئيل پاکستان د بدعنوانۍ مخنيوي نړيوالې ورځ په موقع د دې عزم تجديد كوي چې د مالياتي بدعنوانۍ خاتمې لپاره به اقدامات لا په منظم ډول روان ساتلے شي۔ وزيراعظم ووئيل په كال 2025 كښې دا ورځ ” ځوانانو سره په ګډه د بدعنوانۍ په ضد: د ايمانداره باعزته سباون بنياد” په عنوان لمانځلې كېږي، دا عنوان د پاکستانو ځوانانو په دې كار خېر كښې د شاملوو اهميت په بشپړه توګه رامخې ته كوي۔ ده ووئيل د پاکستان ځوانان زمونږ لويه سرمايه ده او د سولئيز، خوشحال او پرمختللې سباٶن ضمانت ده۔ ده ووئيل مالي بدعنوانۍ څخه پاكه ټولنه د هېواد پرمختګ، خوشحالۍ او د معيشت مضبوطيا او اولسي اعتماد باوري كوي۔ وزيراعظم ووئيل په ټولو حکومتي منصوبو او اقدامات كښې مالي، انتظامي او اداره جاتي سپېځلتيا باوري كولو ته حکومت پام لرنه كوي ۔ د بدعنوانۍ مخنيوي نړيوالې ورځ په حواله وزيراعظم ووئيل دا ورځ نړۍ ته دا موقع وركوي چې د بدعنوانۍ د مضر معاشرتي اثرات حوصله ماته او د بدعنواني څخه د پاكې تولنې تشکيل لپاره د خپل عزم تجديد وكړي۔ وزيراعظم ووئيل د مالي بدعنوانۍ په ضد كوټلو اقدامات ته حكومت پام لرنه كوي، په دې لړ كښې نېب او ټولې اړوندې ادارې په بشپړه ډول كاروائۍ كوي دغسې چې په هره كچه ځواب وركول باوري كړې شي۔ وزيراعظم د نېب د كارروائيو ستائنې كولو سره ووئيل د منظمو مالي جرائمو په سبب خپل مال څخه محروم شوو وګړو په وخت داډګېرنې څخه په نېب د اولس باور لا مستحكم شوے ۔ د دستورې په پائې كښې د نېب په غېر معمولي کارکردګۍ كښې په مهم كردار لوبولو د نېب افسرانو ته اعزازي شېلډز وركړے شول۔ وزيراعظم د اعلي کارکردګۍ په څرګندونې د نېب افسرانو د انعام په توګه درې اعزازې يا د عمره كولو موقعې وركولو هدايات جاري كړل۔ په دستوره كښې د يو اين او ډي سي نمائنده د ملګرو ملتونو اسسټنټ سيکرټري جنرل آف يوتھ افيئرز فلپ پولير پېغام واورولې شو۔