د پاكستان ٬ انډونيشيا معاشي مرستې ته ودې وركولو پلو مهم ګام٬ د ايف پي سي سي آئي او انډونيشين چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري ترمينځه په ايم او يو لاس ليك

اسلام آباد۔9 دسمبر(اے پی پی) د پاکستان او انډونیشیا ترمينځه معاشي مرستې لا مضبوطولو له مهم پېشرفت شوے دے٬ د دواړو هېوادونو د ټاپ بزنس باډیز ترمينځه مفاهمتی یادښت (اېم او یو) لاس ليك شوے دے۔ دا لوظنامه د انډونیشین صدر د پاكستان دورې په مهال وشوه۔ په اېم او یو د فېډرېشن آف پاکستان چېمبرز آف کامرس اېنډ انډسټري (اېف پی سی سی آئی ) صدر عاطف اکرام شېخ …

اسلام آباد۔9 دسمبر(اے پی پی) د پاکستان او انډونیشیا ترمينځه معاشي مرستې لا مضبوطولو له مهم پېشرفت شوے دے٬ د دواړو هېوادونو د ټاپ بزنس باډیز ترمينځه مفاهمتی یادښت (اېم او یو) لاس ليك شوے دے۔ دا لوظنامه د انډونیشین صدر د پاكستان دورې په مهال وشوه۔ په اېم او یو د فېډرېشن آف پاکستان چېمبرز آف کامرس اېنډ انډسټري (اېف پی سی سی آئی ) صدر عاطف اکرام شېخ لاس ليك وكړو۔ د لوظنامې لاندې اېف پي سي سي آئي او د انډونیشین چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری د جوائنټ وركنګ ګروپ جوړولو پرېكړه وشوه كوم به چې د دواړو هېوادونو ترمينځه معاشی همكارۍ ٬ سرمايه كارۍ او د نجي څانګې رابطو ته ودې وركولو له كار كوي۔ د اېف پي سي سي صدر عاطف اكرام شېخ د وركنګ ګروپ جوړېدل د دواړو هېوادونو ترمينځه معاشي او تجارتي اړيكو كښې مهم سنګ ميل ګرځولو سره د دې فعاليت لپاره د اېف پي سي سي پلېټ فارم څخه د هر ممكن ګام پورته كولو عزم څرګند كړو۔