اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم محمد شهباز شريف او د انډونزيا صدر پرابووو سوبیانتو د اقتصادي او تجارتي اړيكو٬دفاع٬سلامتيا٬صحت٬تعليم٬سائنس او ټېكنالوجۍ٬كركيلې او ماحولياتي مرستې لا قوي كولو لپاره د شريك عزم پخلے كړے او دوه اړخيزه تجارتي حجم زياتولو لپاره يې په انډونېزيا –پاكستان ترجيحي تجارتي لوظ نامه نظرثانۍ كولو اتفاق كړے۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې …
د وزيراعظم محمد شهباز شريف او د انډونزيا صدر پرابووو سوبیانتو د اقتصادي او تجارتي اړيكو٬دفاع٬سلامتيا٬صحت٬تعليم٬سائنس او ټېكنالوجۍ٬كركيلې او ماحولياتي مرستې لا قوي كولو لپاره د عزم پخلے
اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم محمد شهباز شريف او د انډونزيا صدر پرابووو سوبیانتو د اقتصادي او تجارتي اړيكو٬دفاع٬سلامتيا٬صحت٬تعليم٬سائنس او ټېكنالوجۍ٬كركيلې او ماحولياتي مرستې لا قوي كولو لپاره د شريك عزم پخلے كړے او دوه اړخيزه تجارتي حجم زياتولو لپاره يې په انډونېزيا –پاكستان ترجيحي تجارتي لوظ نامه نظرثانۍ كولو اتفاق كړے۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د انډونېزيا صدر پرابووو سوبیانتو وزيراعظم هاؤس اسلام آباد كښې هركلے وكړو٬صدر پرابووو سوبیانتو ته وزيراعظم هاؤس ته په راتګ ګارډ آر آنر وړاندې كړے شو ۔دواړو لارښودو ترمينځه دوه اړخيزه ملاقات نه پس د اعلٰی كچ پلاويو په كچه خبرې وشوې۔په ملاقات كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار٬چيف آف آرمي سټاف او چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير٬ د كابينې غړي او اعلٰی چارواكي شامل وو۔دواړو لارښودو د انډونيزيا او پاكستان ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاج واخست او د شريكې خوښې د ټولو څانګو پشمول د سياسي او سفارتي مصروفيات٬اقتصادي او تجارتي اړيكو٬دفاع او سلامتيا٬صحت٬تعليم٬سائنس او ټېكنالوجۍ٬كركيلې او ماحوليات څانګو په اړه د مرستې لا قوي كولو لپاره يې د خپل شريك عزم پخلے وكړو۔دواړو ډلو دوه اړخيزه اړيكو لا زياتولو ته هم اتفاق وكړو۔دوه اړخيزه تجارت په اړه په پېشرفت د اطمينان څرګندونې سره دواړو ډلو د دوه اړخيزه تجارت لا زياتولو لپاره د انډونيزيا-پاكستان ترجيحي تجارتي لوظ نامه (IP-PTA) باندې نظرثاني كولو ته اتفاق وكړو د كومې ماليت چې نزدې 4 بلين امريكائي ډالر دے۔دواړو لارښودو د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل اړوندو قراردادونو او د بشري حقونو تحفظ له مخې د شخړو امناكه هواري لپاره د خپل شريك عزم پخلے وكړو۔وزيراعظم غزه كښې د صدر پراابوو فعاله سفارتي او بشري هڅې وستائېلې او د جنګ بندۍ انتظامات مخ په وړاندې تللو او د بشري مرستې وركولو كښې يې د دوي كردار وستائېلو۔دواړو لارښودو د ملګرو ملتونو٬او آئي سي او ډي ايټ پشمول ګڼ اړخيزه فورمز باندې د دواړو هېوادونو ترمينځه نزدې او په فعاله مرسته خبرې وكړي۔وزيراعظم انډونيزيا ته د ډي ايټ قيادت په سنبهالولو مباركي وركړه او د انډونيزيا صدر په دې فورم د پاكستان لخوا د بشپړه مرستې باور وركړو۔د خبرو اترو نه پس دواړو لارښودو بيلو څانګو كښې د مفاهمتي يادښتونو او د لاس ليك دستاويزات د تبادلې مشاهده وكړه۔وزيراعظم د انډونېزيا صدر او د هغه سره د راغلي پلاوي په درناوي كښې د ماسپخښين مېلمستيا هم وركړه ۔دا دوره د پاكستان او انډونيزيا ترمينحه د سفارتو اړيكو 5 7 مه سالګرې په موقع شوې كومه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ اړيكو كښې د يو تاريخي سنګ ميل حېثيت لري۔











