د ټرانسپيرنسي انټرنېشنل اوسنے رپورټ د هېواد د معاشي اړخ د سمون ښكاره ثبوت دے۔ د بيرسټر عقيل ملك او بيرسټر دانيال چوهدري شريك پرېس كنفرنس

اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي)د قانون وزيرمملكت بيرسټر عقيل ملك او د اطلاعات او خپرونو وفاقي پارليماني سېكرټري بيرسټر دانيال چوهدري وئېلي دي د ټرانسپيرنسي انټرنېشنل اوسنے رپورټ د هېواد معاشي اړخ د سمون ښكاره ثبوت دے٬رپورټ له مخې 66 فيصد خلقو په هېواد كښې په كرپشن كښې د كمي اعتراف كړے دے۔دوي د نهې په ورځ شريك پرېس كنفرنس ته خطاب كولو۔وزير مملكت بيرسټر عقيل ملك د …

اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي)د قانون وزيرمملكت بيرسټر عقيل ملك او د اطلاعات او خپرونو وفاقي پارليماني سېكرټري بيرسټر دانيال چوهدري وئېلي دي د ټرانسپيرنسي انټرنېشنل اوسنے رپورټ د هېواد معاشي اړخ د سمون ښكاره ثبوت دے٬رپورټ له مخې 66 فيصد خلقو په هېواد كښې په كرپشن كښې د كمي اعتراف كړے دے۔دوي د نهې په ورځ شريك پرېس كنفرنس ته خطاب كولو۔وزير مملكت بيرسټر عقيل ملك د وزيراعظم هڅې ستائېلو سره ووئېل هېواد د ديواليه كېدو خطرو څخه په كاميابۍ ويستلو اوس د معاشي پرمختګ په لاره روان كړے شوے ۔د دوي وينا وه چې نړيوالې ادارې هم د پاكستان د معاشي ښه والي اعتراف كوي او د اولس په حكومتي ادارو باور زيات شوے ۔ دوي دا كاميابي د حكومت د پرله پسې هڅو نتيجه وګرځوله۔د هېواد په سياست خبره كولو سره بيرسټر عقيل ملك ښكاره كړه چې اولس د 9 مئي پیښو ذمه وار مسترد كړي۔ده پاكستان تحريك انصاف ته د اپوزېشن ګوند په توګه د مثبت كردار ادا كولو او سياست تر سياست محدود ساتلو مشوره وركړه۔بيرسټر عقيل ملك د خېبرپښتونخوا په حالات د اندیښنې څرګندونې سره ووئېل هلته نه پرمختګ شته او نه امن ٬البته د حالات ذمه وار د پي ټي آئي باني او د هغه ګوند دے۔ده ووئيل پي ټي آئي د ترهه ګرۍ په ضد اقدامات كښې د خنډ په توګه رامخې ته كيږي۔ده د خېبرپښتونخوا په وزيراعلٰی زور راوړو چې هغه خپله آئيني ذمه واري سنبهال كړي۔ده د مفاهمت د سياست او جمهوريت تقاضو په اهميت هم زور راوړو۔ده په دې موقع دانيال چوهدري ووئېل خېبرپښتونخوا كښې 13 كلونو څخه د پي ټي آئي حكومت دے٬چرته چې د احتساب ادارې ته ژندره لګېدلې ۔ده ووئيل مسلم ليګ(ن)تل د مفاهميت په سياست باور لري او چرته يې هم انتقامي سياست نه دې كړے۔ده د معيشت بحالۍ ذكر كولو سره ووئېل هېواد د ديواليه خطرو څخه د معاشي پرمختګ په لاره روان كړے شوے۔ده د فرنټ لائن وركرز او د پاك پوځ د ځوانانو قربانو ته پيرزوئنې وړاندې كړې او وې وئېل پروپيګنډا كوونكې به ناكامه شي۔