په مریدکے كښې نیو جنرل ایوی ایشن ایروډوم خپل تاريخي پرواز په کامیابۍ تر سره كړو ، ایروډوم په سرمي توګه فعاله شو

اسلام آباد۔9دسمبر (اے پي پي) پاکستان د هوا بازۍ په څانګه كښې يو مهم سنګ میل عبور كولو سره نیو جنرل ایوي ایشن ایروډوم په مریدکے كښې خپل وړومبے آزمائشي پرواز په کامیابۍ سره تر سره كړو۔ د پاکستان ائیرپورټس اتھارټي (پی اے اے) تر مخه پرواز د لاهور انټرنیشنل ائیرپورټ نه په روانېدو مریدکے ته ورسېد د كوم سره چې ایروډوم په رسمي توګه فعاله ګرځولے شوے۔ د پاکستان …

اسلام آباد۔9دسمبر (اے پي پي) پاکستان د هوا بازۍ په څانګه كښې يو مهم سنګ میل عبور كولو سره نیو جنرل ایوي ایشن ایروډوم په مریدکے كښې خپل وړومبے آزمائشي پرواز په کامیابۍ سره تر سره كړو۔ د پاکستان ائیرپورټس اتھارټي (پی اے اے) تر مخه پرواز د لاهور انټرنیشنل ائیرپورټ نه په روانېدو مریدکے ته ورسېد د كوم سره چې ایروډوم په رسمي توګه فعاله ګرځولے شوے۔ د پاکستان ائیرپورټس اتھارټي د اړخه جاري بیان كښې وئېلي شوي په دې تاریخي موقع ډي جي پي اے اے خپلې ډلې له په کامیاب آزمائشي پرواز د زړه نه مبارکبي وركړه او د فني عملې، انجینئرز، ایئر ټریفک کنټرولرز او د ټولو اړوندو ادارو د کارکردګۍ يې ستائنه وكړه۔ ډي جي پي اے اے ووئېل نیو جنرل ایوی ایشن ایروډوم مریدکے به په سباون كښې د جنرل ایوي ایشن يو مهم مرکز جوړ شي ۔