پاك – ملائيشيا اړيكې په شريكو اقدارو ٬ مذهبي همغږۍ او كلتوري پيوستون سره سره د سيمه ايزې سوكالۍ او پرمختګ په شريك وژن اډاڼه دي: سيد يوسف رضا ګيلاني

کوالالمپور۔9دسمبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي د پاكستان او ملائيشيا اړيكې په شريكو اقدارو ٬ مذهبي همغږۍ او كلتوري پېوستون سره سره د سيمه ايزې سوكالۍ او پرمختګ په شريك وژن اډاڼه دي۔ د سېنېټ چيئرمېن د ملائیشیا د سېنېټ صدر سېنېټر داتو آوانګ بیمی بن آوانګ علی باسه او د ایوانِ نمائندګان سپیکر تان سری داتو ډاکټر جوهری بن عبدل سره جلا جلا …

کوالالمپور۔9دسمبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي د پاكستان او ملائيشيا اړيكې په شريكو اقدارو ٬ مذهبي همغږۍ او كلتوري پېوستون سره سره د سيمه ايزې سوكالۍ او پرمختګ په شريك وژن اډاڼه دي۔ د سېنېټ چيئرمېن د ملائیشیا د سېنېټ صدر سېنېټر داتو آوانګ بیمی بن آوانګ علی باسه او د ایوانِ نمائندګان سپیکر تان سری داتو ډاکټر جوهری بن عبدل سره جلا جلا ملاقاتونه وكړل۔ د ملاقاتونو په مهال د سېنېټ چيئرمېن د دواړو پارليمانونو مضبوط جمهوري روايات په ډاګه كولو سره د پارليماني مشرتابه ترمينځه رابطو ته د ودې وركولو په اهميت زور راوړو۔ ده ووئيل په پاكستان كښې ملائیشیا لپاره په دواړو ايوانونو كښې پارلیمانی فرېنډشپ ګروپس نوټیفائي كړې شوې دي۔ ده په نومبر كښې د ملائیشیا د پارليماني پلاوي د اسلام آباد دورې ٬ په آسیان انټر پارلیمانی اسمبلی(AIPA) كښې پاكستان ته د مبصر درجې په وركولو او په پاكستان كښی سېلاب ځپليو سره د مرستې په كولو د ملائیشیا حکومت مننه وكړه۔ د سېنېټ چيئرمېن د آسیان په مؤثر چیئرمېن شپ ملائیشیا ته پېرزوئنې وړاندې كړې او په اكتوبر كښې په کوالالمپور كښې 47 م آسیان سرمشريز كنفرنس په كاميابۍ سره په كولو يې د ملائیشیا مشرتابه له مباركي وركړه۔ ده په معاشي څانګه كښې په پاکستان كښې د ملائیشیا د سرمايه كارۍ ستائنې كولو سره د سپېشل انوېسټمنټ فسیلیټېشن کونسل (اېس آئی اېف سی) كردار په ډاګه كړو۔ په سيمه ايزو چارو د خيالاتو څرګندونې كولو سره د سېنېټ چيئرمېن د فلسطيني اولس حقونو او په خاص توګه په غزه كښې د روان بشري بحران په تناظر كښې د ملائيشيا د اصولو او مستقل ملاتړ ستائنه وكړه۔ ده د افغانستان په اړه امن ٬ استحكام او سوكالۍ لپاره د پاكستان دريځ په ډاګه كړو۔ د مقبوضه كشمير په صورتحال خپلو خبرو كښی ده خبردارے وركړو چې د هند جارحانه بيانونه او اقدامات سيمه ايز امن لپاره خطره جوړېږي۔ ده ووئيل د سوئيلي آسيا امن د كشميري اولس د هيلو او د ملګرو ملتونو د اړوندو قراردادونو له مخې سولئيز حل سره تړلې دے۔ د ملائیشیا پارلیمانی مشرتابه د سېنېټ چيئرمېن د خيالاتو مننې كولو سره د دواړو هېوادونو ترمينځه د همكارۍ زياتولو په حاجت زور راوړو۔دې څخه وړاندې د سېنېټ چيئرمېن په كوالالمپور كښې درېم ګلوبل مسلم بزنس فورم (جی اېم بی اېف) ته خطاب وكړو۔