د پاكستان او انډونيزيا د تجارت٬تعليم٬صحت٬كركيلي٬ټېكنالوجۍ پشمول نورو څانګو كښې مرستې ته ودې وركولو او د پاكستانو ډاكټرز٬ميډيكل پروفيسرز او پوهانو انډونيزيا ته په لېږلو اتفاق

اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) د پاكستان او انډونيزيا د تجارت٬تعليم٬صحت٬كركيلي٬ټېكنالوجۍ پشمول نورو څانګو كښې مرستې ته ودې وركولو او د پاكستانو ډاكټرز٬ميډيكل پروفيسرز او پوهانو انډونيزيا ته په لېږلو اتفاق كړے دے۔وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د انډونېزيا صدر سره ملاقات ډېر مثبت او ګټور ؤ ٬د هغوي دورې څخه به دوه اړخيزه اړيكې لا قوي شي٬د دواړو هېوادونو اړيكې د هر آزمېښت په وخت په …

اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) د پاكستان او انډونيزيا د تجارت٬تعليم٬صحت٬كركيلي٬ټېكنالوجۍ پشمول نورو څانګو كښې مرستې ته ودې وركولو او د پاكستانو ډاكټرز٬ميډيكل پروفيسرز او پوهانو انډونيزيا ته په لېږلو اتفاق كړے دے۔وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د انډونېزيا صدر سره ملاقات ډېر مثبت او ګټور ؤ ٬د هغوي دورې څخه به دوه اړخيزه اړيكې لا قوي شي٬د دواړو هېوادونو اړيكې د هر آزمېښت په وخت په زړه پورې پاتې شوي۔په نړيوالو او سيمه ايزو چارو د دواړو هېوادونو خيالات يو ډول دي۔د انډونېزيا صدر پرابو ووسوبيانتو ووئېل د پاكستان لخوا د روغتيا په څانګه كښې د مرستې هركلے كوو٬تعليم٬تجارت٬كركيلې٬ټېكنالوجۍ پشمول بيلو څانګو كښې به مرسته لا قوي كوو۔د نهې په ورځ د پاكستان او انډونېزيا ترمينځه د لوظ نامو او مفاهمت يادښتونو دستاويزات تبادلې دستوره كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئېل صدر پرابووسوبيا نتو انډونيزيا يو مدبر لارښود دے ٬د انډونېزيا كوهم هم صدر 7 كاله پس د پاكستان دا وړومبۍ دوره ده٬زمونږ اړيكې 75 كاله پخوانۍ دي٬د دواړو هېوادونو اړيكې د هر آزمېښت په وخت ښه پاتې شوې۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان باني قائداعظم محمد علي جناح د انډونيزيا د جنګ آزادۍ ملاتړ كړے و٬ د 1965 په جنګ كښې انډونيزيا د ګټ پشان پاكستان سره ولاړ ؤ او د انډونېزيا حكومت او اولس د 1965 په جنګ كښې د پاكستان سره د بشپړه يو والي څرګندونه كړې ٬ده دا باور څرګند كړو چې د پاكستان او انډويزيا اړيكې به د وخت سره سره لا مستحكمې شي۔ده ووئيل په ټولو نړيوالو او سيمه ايزو چارو د واړو هېوادونو خيالات يو دي۔ده په غزه كښې د اسرائيل لخوا د جنګ بندۍ خلاف ورزو غندنه كوو۔د انډونېزيا صدر د دورې څخه به د دواړو هېوادونو اړيكې لا قوي شي۔د انډونېزيا صدر پرابو ووسوبيانتو ووئېل په بشپړه مېلمستيا او هركلي د وزيراعظم محمد شهباز شريف او د پاكستان اولس مننه كوم۔وزيراعظم محمد شهباز شريف سره په ملاقات كښې بيلو څانګو كښې اړيكو ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه شوې٬مونږ شريكه ګټه ٬شريك اقدار او تاريخي اړيكې لرو ٬پاكستان او انډونېزيا دواړه لويې اسلامي هېوادونه دي٬ پاكستان فضائي حدود كښې د جے ايف 17 تهنډر الوتكو سلامي زما لپاره د اعزاز سبب دے۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو اړيكې به د وخت سره سره لا قوي شي٬د انډونيزيا صحت څانګې لپاره د پاكستان څخه ډاكټرز٬ميډيكل پروفيسر او پوهان لېږلو څخه به مونږ ته ډېره ګټه اورسي٬مونږ په بيلو څانګو كښې مرستې په اړه د لوظنامو او مفاهمت يادښتونو تبادله كړی۔ صدر ووئېل پاكستان لخوا د روغتيا په څانګه كښې د مرستې هركلے كوو٬تجارت٬تعليم٬كركيلې٬صحت ٬ټېكنالوجۍ او نورو څانګو كښې به لا ښه والے راشي۔ده ووئيل چد فلسطين او نورو بيلو نړيوالو چارو زمونږ خيالات يو دي٬دواړو هېوادونو خارجه وزيران يو بل سره نزدې رابطه لري٬د غزه په معامله زمونږ دريځ يو دے۔د انډونيزيا صدر وزيراعظم محمد شهباز شريف ته د خپل هېواد دورې بلنه هم وركړه ۔د دې څخه وړاندې دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت٬تعليم او صحت پشمول بيلو څانګو كښې مرستې ودې لپاره د لوظ نامو او مفاهمت په يادښتونو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔