اسلام آباد۔9 دسمبر(اے پی پی) د خارجه چارو وزارت حج 2026 لپاره د پرائیویټ حجاج کرام حج مصاريف او په منیٰ كښې د پلاټ يا سروسز بكنګ لپاره شيډول جاري كړے دے۔ د ادائیګۍ نه كولو په صورت كښې به د ټور آپرېټر لائسنس منسوخ كولې شي۔ د مذهبي چارو وزارت وياند له مخې پرائیوېټ حج آپرېټرز خبر كړے شوي چې وفاقي كابينې څخه د منظور شوې حج پالېسۍ 2026 …
حج 2026، د پرائیویټ حجاج کرام حج مصاريف او په منیٰ كښې د پلاټ يا سروسز بكنګ لپاره شيډول جاري كړے شو
اسلام آباد۔9 دسمبر(اے پی پی) د خارجه چارو وزارت حج 2026 لپاره د پرائیویټ حجاج کرام حج مصاريف او په منیٰ كښې د پلاټ يا سروسز بكنګ لپاره شيډول جاري كړے دے۔ د ادائیګۍ نه كولو په صورت كښې به د ټور آپرېټر لائسنس منسوخ كولې شي۔ د مذهبي چارو وزارت وياند له مخې پرائیوېټ حج آپرېټرز خبر كړے شوي چې وفاقي كابينې څخه د منظور شوې حج پالېسۍ 2026 لاندې په سعودي ای والټ كښې د پرائیوېټ حجاج كرامو د حج 2026 ټول مصاريف جمع كولو وروستۍ نېټه 31 دسمبر 2025 ټاكلې شوې ده نو ځكه ټول حج آپرېټرز دې د حج پېكج 100فیصد رقوم په اړوند سعودي اكاؤنټ كښې جمع كړي۔ دغسې د پرائیوېټ حج ټور آپرېټرز لخوا په منیٰ كښې د پلاټ او سروسز بك كولو وروستۍ نېټې 21 دسمبر ده ٬ له دې كبله دې د پلاټ او سروسز بك كولو ثبوت تر 15 دسمبر په هر صورت د مذهبي چارو وزارت ته وركړے شي دغسې چې د پاتې راتلونكو حج آپرېټرز كوټه په وخت كامياب حج آپرېټرز او سركاري سكيم ته منتقل كړې شي۔ د رقوم د عدم ادائيګۍ په صورت د ځپلې شوو حجاج كرامو ټوله ذمه واري به په اړوند حج آپرېټرز وي۔ ده ووئيل د ناكامه حج آپرېټرز لائسنس به منسوخ كولې شي دغسې چې په سباؤن كښې هغه د حج آپرېټر په توګه كار ونه كړے شي۔ ټول هغه مالي رقوم به كوم چې داخل شوي نه وي د سركار د حق په توګه ضبط كولې شي











