پاکستان سپر ليګ (پي ايس ايل) د نړۍ نمبر ون ټي 20 ليګ جوړول بنيادي مشن دے۔ محسن نقوي

لندن 08 دسمبر (اے پي پي) د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) چيئرمېن محسن نقوي وئيلي دي پاکستان سپر ليګ (پي ايس ايل) د نړۍ نمبر ون ټي 20 ليګ جوړول بنيادي مشن دے كوم لپاره چې د هېواد د كركټ انفراسټرکچر د نړيوال معيار سره سمول دي ٬ ده اعلان وكړو چې په اسلام آباد كښې جديد ترين، نړيوال سهولتونه لرونكے کرکټ اسټيډيم به جوړولې شي او په …

لندن 08 دسمبر (اے پي پي) د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) چيئرمېن محسن نقوي وئيلي دي پاکستان سپر ليګ (پي ايس ايل) د نړۍ نمبر ون ټي 20 ليګ جوړول بنيادي مشن دے كوم لپاره چې د هېواد د كركټ انفراسټرکچر د نړيوال معيار سره سمول دي ٬ ده اعلان وكړو چې په اسلام آباد كښې جديد ترين، نړيوال سهولتونه لرونكے کرکټ اسټيډيم به جوړولې شي او په مظفرآباد به هم د نړيوال معيار نوې كركټ سټېډيم جورولې شي۔ وفاقي وزير دا خبرې په لارډز کرکټ ګراؤنډ كښې د پي اېس اېل تاريخي لندن روډ شو ته خپلې وېنا كښې كړې۔ ده ووئيل د پي اېس اېل لمېټډ كمپني جوړولو منظورۍ نه پس دا په ماركيټ كښې لانچ كولو لپاره به آئي پي او هم جاري كولې شي۔ ده ووئيل دسمبر څخه د پي اېس ايل د 11م چپټر تر پېل به ګرد هېواد كښې په ټول وينيوز د كركټ كتونكو لپاره خاص کنسرټس كولې شي دغسې چې ليګ په نړيواله كچه لا رامخې ته كړې شي۔ ده ووئيل پي اېس اېل اوس د يو مستحكم نړيوال برانډ په توګه رامخې ته كېږي او د دې نړيوال براډکاسټ ريچ كښې اضافې ته خاص پام كوٶ٬ په دې لړ كښې د پي اېس اېل د انټرنيشنل ميډيا رائټس نوې ټينډر جاري كړے شوے او پي سي بي په او ټي ټي پليټ فارم PCB Live هم لانچ کړے دے۔ محسن نقوي د ټورنامنټ د انعامي ډھانچې ذکر كولو سره ووئيل د پي اېس اېل 11م جام فاتح ډلې لپاره 5 لكه ډالره او رنرز اپ ډلې لپاره درې لكه ډالره انعام مقرر كړے شوے٬ ښه کرکټ ډويلپمنټ كونكي فرنچائز ته به دوه لكه ډالره وركولې شي۔ ده ووئيل په پي اېس اېل كښې سرمايه كارۍ لپاره پراخه موقعې موجود دي او په دې لړ كښې مثبت پيشرفت روان دے۔ د روډ شو په مهال پينل ډسکشن كښې ليجنډري کرکټر وسيم اکرم، رميز راجه او د پي اېس اېل چيف ايګزيکټو آفيسر سلمان نصير هم ګډون كولو۔

مزید خبریں