د امریکې ډاكټرانو يو پلاوي د پارلیمنټ هاؤس دورہ ، د سېنېټ لنډ مهاله چیئرمېن سره ملاقات

اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) د امریکې ډاكټرانو يو اعلیٰ پائې پلاوي د اسلام آباد پارلیمنټ هاؤس دوره وكړه او د سېنېټ لنډ مهاله چیئرمېن سیدال خان سره يې مهم ملاقات وكړو۔په دې موقع سینیټرز رانا محمود الحسن، حاجی هدایت اللہ خان، جان محمد بولیدی او سیکرټری سید حسنین حیدر د پلاوي هركلے وكړو۔ملاقات په مهال د سېنېټ لنډ مهاله چیئرمېن سیدال خان د پلاوي دوره د پاك—امریکا …

اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) د امریکې ډاكټرانو يو اعلیٰ پائې پلاوي د اسلام آباد پارلیمنټ هاؤس دوره وكړه او د سېنېټ لنډ مهاله چیئرمېن سیدال خان سره يې مهم ملاقات وكړو۔په دې موقع سینیټرز رانا محمود الحسن، حاجی هدایت اللہ خان، جان محمد بولیدی او سیکرټری سید حسنین حیدر د پلاوي هركلے وكړو۔ملاقات په مهال د سېنېټ لنډ مهاله چیئرمېن سیدال خان د پلاوي دوره د پاك—امریکا ملګرتيا ، شريك احترام او مرستي روښانه مثال وګرځولو۔ده ووئيل د صحت څانګه يو داسې میدان دے كوم چې د مرستي تقاضا كري او طبی معلومات او د تجربو تبادله د ټولنو ښه والي كښې په زړه پورې كردار ترسره كوي۔ سیدال خان ووئيل پاکستان او په خاص توګه بلوچستان كښې صحت او د تعلیم په څانګو كښې پرمختګ لپاره سنجیدہ اقدامات کوو او د امریکې ډاكټرانو خذمات په دې لړ كښې مرستياله ثابتيدے شي۔ده پلاوي له بلوچستان كښې د صحت او تعلیم منصوبو كښې د کردار ترسره كولو ترغیب هم وركړو۔ملاقات كښې د سمندر پورې ډاكټرانو کردار ستائېلو سره د سېنېټ لنډ مهاله چیئرمېن ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانیان په ټولو څانګو كښې د پاكستان نامه روښانه كوي دغسې پاك—امریکا طبی مرستې په نتيجه كښې تر اوسه د ګڼو كسانو بچ كولو له مرستياله ثابت شوې ۔د سېنېټ لنډ مهاله چیئرمېن د امریکې پلاوي مننې كولو سره هيله څرګنده كړه چې دا دوره به د دواړو هېوادونو ترمينځه طبی، تعلیمی او انساني ښېګړې څانګو كښې اړيكي لا قوي كړي