د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه٬ په كال 2026 كښې د او آئي سي مېرمنو لپاره د 9م وزارتي كنفرنس د چمتوالي نيولو يې جاج واخست

اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې په كال 2026 كښې د پاكستان په كوربتوب كښې د او آئي سي مېرمنو لپاره د 9م وزارتي كنفرنس د چمتوالي نيول جاج واخستلے شو۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د ګل په ورځ د جاري بيان له مخئ نائب وزيراعظم او خارجه وزير د او آئي سي سيکرټريټ او اړوندو وزارتونو …

اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې په كال 2026 كښې د پاكستان په كوربتوب كښې د او آئي سي مېرمنو لپاره د 9م وزارتي كنفرنس د چمتوالي نيول جاج واخستلے شو۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د ګل په ورځ د جاري بيان له مخئ نائب وزيراعظم او خارجه وزير د او آئي سي سيکرټريټ او اړوندو وزارتونو سره د ژورو رابطوې د لارې د كنفرنس د كاميابۍ په اهميت زور راوړو۔ ده د صنفي مساوات ودې او مېرمنې اختيار مندې جوړولو كښې د پاکستان په فعاله کردار رڼا اچولو سره ووئيل راتلونكے کنفرنس په او آئي سي فريم ورك كښې او دغې نه بهر د مېرمنو مسئلو حل په اړه د پېشرفت په لړ كښې د پاکستان د عزم عکاسي كوي۔ په غونډه كښې د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ٬ د آئي ټي او ټيلي كام وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه ٬د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، خارجه سيکرټري آمنه بلوچ، د کابينه ډويژن، د مذهبي چارو وزارت ،د بشري حقونو سيکرټريز، د او آئي سي په پاکستان كښې مستقل استازي او د خارجه وزارت او د نورو اړوندو څانګو غړو ګډون وكړو۔