قام د وسله والو ځواكونو سر لښكر او د آئي اېس پي آر ډي جي سره د يو والي څرګندونه كوي۔بيرسټر دانيال چوهدري

پینډي 08 دسمبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي پارليماني سېكرټري بيرسټر دانيال چوهدري وئېلي دي قام د وسله والو ځواكونو٬سر لښكر او د آئي اېس پي آر ډي جي سره د بشپړه يو والي څرګندونه كوي ٬ د پاك پوح په ضد په اصل كښې ډنډوره د دښمن بيانيې ته تقويت وركوي٬د پاك پوځ قربانۍ متنازع كول به په هېڅ صورت برداشت نه كړې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه …

پینډي 08 دسمبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي پارليماني سېكرټري بيرسټر دانيال چوهدري وئېلي دي قام د وسله والو ځواكونو٬سر لښكر او د آئي اېس پي آر ډي جي سره د بشپړه يو والي څرګندونه كوي ٬ د پاك پوح په ضد په اصل كښې ډنډوره د دښمن بيانيې ته تقويت وركوي٬د پاك پوځ قربانۍ متنازع كول به په هېڅ صورت برداشت نه كړې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ پینډۍ كښې په خپله استوګنه د پاك پوځ سره د يو والي څرګندونې لپاره ويستلې لاريون نه پس ميډيا سره په خبرو كښې كړې۔ده ووئيل په هېواد كښې بې بنسټه بيانيه او د انتشار خپرولو هڅه د قامي سلامتيا لپاره زيان رسونكې ده ۔ده ووئيل د پاك پوځ په ضد منفي كمپائن چلونكې عناصر اصل كښې د دښمن قوتونو بيانيه مخ په وړاندې بوځي۔ده ووئيل د ترهه ګرو سره په كومه هم كچه خبرې ممكن نه دي او نه رياست د دې اجازه وركولې شي۔ده په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې يو مخصوص ګوند د ترهه ګرو سره په هوټلو كښې د خبرو تجويز وركوي٬كوم چې د قامي ګټې او قامي سلامتيا تقاضو منافي دے۔ده ووئيل د پاكستان او دښمنانو ترمينځه قوي ديوال پاك پوځ دے او د وسله والو ځواكونو قربانو پورې خندا كونكو لپاره په دې هېواد كښې هېڅ ځاے نشته۔ده ووئيل د ځوان نسل ګمراه كولو ناوړه هڅه د هېواد دښمنۍ مترادف ده ۔قام يو دے او خپل پاك پوځ سره ولاړ دے او د پاكستان په ضد به كومه هم منفي بيانيه ناكامولې شي۔