اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي بهتر تعميل، د ټېكس سپېځلے او موثره نظام د پاكستان د معاشي بحالۍ مرکزي ستن ده٬ حکومت جدت، رسمي معيشت او د ذمه وار پرمختګ په ډاډګيرنه اډانه د كاروباري ماحول پېدا كولو عزم لري۔ وفاقي وزير دا خبرې د ګل په ورځ د نيسلے پاکستان پلاوي سره په ملاقات كښې كړې۔ د خزانې وزير …
حکومت جدت، رسمي معيشت او د ذمه وار پرمختګ په ډاډګيرنه د كاروباري ماحول پېدا كولو عزم لري ۔ وفاقي وزير سينيټراورنګزيب
اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي بهتر تعميل، د ټېكس سپېځلے او موثره نظام د پاكستان د معاشي بحالۍ مرکزي ستن ده٬ حکومت جدت، رسمي معيشت او د ذمه وار پرمختګ په ډاډګيرنه اډانه د كاروباري ماحول پېدا كولو عزم لري۔ وفاقي وزير دا خبرې د ګل په ورځ د نيسلے پاکستان پلاوي سره په ملاقات كښې كړې۔ د خزانې وزير ووئيل حکومت رسمي معيشت مضبوطولو او د اوږدې مودې سرمايه كارۍ ته د ودې وركولوعزم لري، د خزانې وزير د غېر رسمي څانګې كره نګرانۍ لپاره د حكومت په عزم زور راوړلو سره ووئيل په دې لړ كښې د پېل كړے شوو هلو ځلو په يو شمېر صنعتونو كښې واضحه نتيجې رامخئ ته كېږي۔ د نيسلے پاکستان پلاوي مشري چيف ايګزيکټو آفيسر جيسن ايون سينا كوله او چيف فنانشل آفيسر مقصود احمد انجم او هيډ آف کارپوريټ افيئرز اينډ سسټين ايبلټي شيخ وقار احمد هم دوي سره وو۔











