اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) د کشمير ، ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د نادرا خېبر پښتونخوا ډائريکټر جنرل او چيف آپريټنګ افسر په وزارت كښې ملاقات کړے دے ۔جاري شوې بيان له مخې د ملاقات په مهال په روانو او نوو بېلو پروژو د خيالاتو څرګندونه شوې ده ۔ وفاقي وزير انجينئر امير مقام په نادرا ميګا سينټر سوات په سمدستي توګه د …
وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د نادرا خېبر پښتونخوا ډائريکټر جنرل او چيف آپريټنګ افسر ملاقات ، په روانو او نوو پروژو د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) د کشمير ، ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د نادرا خېبر پښتونخوا ډائريکټر جنرل او چيف آپريټنګ افسر په وزارت كښې ملاقات کړے دے ۔جاري شوې بيان له مخې د ملاقات په مهال په روانو او نوو بېلو پروژو د خيالاتو څرګندونه شوې ده ۔ وفاقي وزير انجينئر امير مقام په نادرا ميګا سينټر سوات په سمدستي توګه د كار پېل كولو سپارښتنه وكړه۔ وفاقي وزير شاه پور، دندئي، کروړا، اُلندر او تور ډھير صوابۍ كښې د نادرا مرکزونو لپاره په مناسب ودانيو د كار پېل كولو سپارښتنه وكړه ۔ده د وګړو آسانيو لپاره به په خالي چوكو په سمدستي توګه د كار احکامات هم جاري كړل ۔انجينئر امير مقام بره دير كښې اخګرام ، صاحب آباد او سوات كښې په کوکارئي ، تليګرام او شانګله كښې د ليلونئ ، پشلوړ او کابلګرام كښې د نادرا نوو مرکزونو جوړولو هم سپارښتنه وكړه دغسې چې اولس ته د شناختي خذمات په آسانۍ سره رسنه ترلاسه شي۔











