اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) د سفاك طالبانو د بشري حقونو خلاف ورزۍ او د ترهګرو د سرپرستۍ له امله د نړيوالې ورورولۍ په سپينو ټكو اقدامات رامخې ته كېدل پېل شوي دي۔ آسټراليا د افغانستان په خراب شوي صورتحال د تشويش څړګندونه٬ د قابض طالبانو د پرله پسې جبر په سختو ټكو غندنه كړې ده۔ د اسټړاليا د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخئ په …
د جابر طالبانو په ضد د نړيوالې ورورولۍ واضحه دريځ٬ اسټراليا د افغانستان په ضد د خپلواكه بنديزونو فرېم ورك جوړ كړو
اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) د سفاك طالبانو د بشري حقونو خلاف ورزۍ او د ترهګرو د سرپرستۍ له امله د نړيوالې ورورولۍ په سپينو ټكو اقدامات رامخې ته كېدل پېل شوي دي۔ آسټراليا د افغانستان په خراب شوي صورتحال د تشويش څړګندونه٬ د قابض طالبانو د پرله پسې جبر په سختو ټكو غندنه كړې ده۔ د اسټړاليا د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخئ په افغان طالبانو د بشري حقونو په خلاف ورزو ځواب وركولو لپاره د نړۍ د وړومبنو خپلواكه بنديزونو فريم ورك نافذ كړے دے٬ د فريم ورك له مخۍې آسټراليا ته په طالبانو نېغ په نېغه بنديزونو او د سفري بنديزونو لګولو اختيار ترلاسه دے ٬ فريم ورك به د ملګرو ملتونو له مخې په موجوده 140 طالبانو اهلکارو فهرست فشار زياتوي٬ افغانستان ته د وسلې او اړوندو موادو يا د خدمات په رسولو بشپړ بندېز لګولے شوے ٬ تش په نامه په درېو طالب وزيرانو او په چيف جسټس هم مالي او سفري بنديزونه لګولې شوي٬ فريم ورك به په افغانستان كښې د قانون واكمنۍ، بشري حقونو او ګورننس ته زيان رسوٶنكي اقدامات په نخښه كولو كښې مهم كردار ولوبوي۔ د يادونې وړ ده د کابل سقوط نه وروستو آسټراليا افغانستان سره د 260 ملين ډالرو نه زياته بشري مرسته كړې ده٬ په افغانستان كښې د ترهګرو محفوظ پټن ځايونه او د بشري حقونو خلاف ورزې منطقې لپاره سنګين خطر ګرځېدلے كوم چې څو ځله پاكستان په يو شمېر فورمز رامخې ته كړے دے۔۔











