اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف عابد شېر علي له د سېنېټ په ټاكنو كښې د مقابلې نه غېر په سېنېټر جوړېدو مباركي وركولو سره هغه لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل عابد شېر علي د ګوند ښه لارښود دے او ده په تېرو دورونو كښې په اولسي خدمت …
وزيراعظم شهباز شريف عابد شير علي له د مقابلې نه غېر سينټر جوړېدو مباركي وركړه
اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف عابد شېر علي له د سېنېټ په ټاكنو كښې د مقابلې نه غېر په سېنېټر جوړېدو مباركي وركولو سره هغه لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل عابد شېر علي د ګوند ښه لارښود دے او ده په تېرو دورونو كښې په اولسي خدمت كښې خپله نامه جوړه كړې۔ ده ووئيل د لوي څښتن په فضل سره مسلم ليګ ن د اولسي خدمت په سبب په هر محاذ كاميابۍ ترلاسه كوي۔ وزيراعظم دا هيله څرګنده كړه چې عابد شير علي به د سېنېټر په توګه د قائد نواز شريف په لازوال قيادت كښې د هېواد تعمير و ترقۍ او د اولسي خدمت په اړه خپل بشپړ كردار ولوبوي











