د اطلاعاتو وفاقی سیکرټری اشفاق احمد خلیل سره د ایپنك اعلیٰ پائې پلاوي ملاقات،میډیا ورکرز په مسئلو او د هغې په حل خبري اتري وشوي

اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی سیکرټری اشفاق احمد خلیل سره د آل پاکستان نیوز پیپرز اینډ الیکټرانك میډیا ایمپلائیز کنفیډرېشن (ایپنك) اعلیٰ پائې پلاوي ملاقات کړې او هغه له ئې په چوكۍ سنبھالولو مباركي وركړي۔ایپنك پلاوي وفاقی سیکرټری د ټول هېواد د ورځپاڼو او الیکټرانك میډیا ورکرز ته پېښو مسئلو،اوږدې مودې راهسې د التوا ښکار بقایا جات، هیلتھ انشورنس اسکیم، جرنلسټس و میډیا …

اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی سیکرټری اشفاق احمد خلیل سره د آل پاکستان نیوز پیپرز اینډ الیکټرانك میډیا ایمپلائیز کنفیډرېشن (ایپنك) اعلیٰ پائې پلاوي ملاقات کړې او هغه له ئې په چوكۍ سنبھالولو مباركي وركړي۔ایپنك پلاوي وفاقی سیکرټری د ټول هېواد د ورځپاڼو او الیکټرانك میډیا ورکرز ته پېښو مسئلو،اوږدې مودې راهسې د التوا ښکار بقایا جات، هیلتھ انشورنس اسکیم، جرنلسټس و میډیا ورکرز پروفیشنلز پروټیکشن کمېشن غړو،ملازمانو سروس اسټرکچر او میډیا هاؤسز كښې د نجی کمپنیو د لارې بھرتیو زيات شوې رجحان تفصیلی بریفنګ وركړو۔ایپنك پلاوي مشري مرکزی چئیرمین محمد صدیق کوله ٬ پلاوي كښې کلیم شمیم ،محمد شیراز ، صوبیه خان او عمران اشرف شامل وو۔پلاوي ووئيل د میډیا ورکرز اجرتونه زياتول ، تنخاګاني په وخت وركول او یونین سازۍ بنیادی حقونو بحالی د اوسني دور مهم حاجت دے۔په دې موقع وفاقی سیکرټری اشفاق احمد خلیل د ایپنك هڅي ستائلو سره د میډیا ورکرز مسئلو حل لپاره د هر ممكن مرستي باور وركړو۔ده ووئيل د اطلاعات وزارت به خبريالي ورورولۍ او ميډيا ورکرز حقونو تحفظ لپاره مثبت اقدامات كوي۔ملاقات په ښه چاپيرچل كښې وشو او د دواړه اړخه رابطې لا مؤثره كولو ته سلا شول۔