اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي) د توان وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري وئيلي چې باني پي ټي آئي په اړه د رياستي ادارے ښكاره پوزيشن د ستائنې وړ دے ،پاك پوځ په ضد د دروغو بيانيه جوړولو او زهريلي كمپائن چلونكې تن د قوم او هېواد غدار دے او د هيڅ ډول رعايت مستحق نه دے۔د اتوار په ورځ د توان وزارت د اړخه جاري شوې …
باني پي ټي آئي په اړه د رياستي ادارے ښكاره پوزيشن د ستائنې وړ دے۔سردار اوېس احمد خان لغاري
اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي) د توان وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري وئيلي چې باني پي ټي آئي په اړه د رياستي ادارے ښكاره پوزيشن د ستائنې وړ دے ،پاك پوځ په ضد د دروغو بيانيه جوړولو او زهريلي كمپائن چلونكې تن د قوم او هېواد غدار دے او د هيڅ ډول رعايت مستحق نه دے۔د اتوار په ورځ د توان وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې وفاقي وزير ووئيل د آئي اېس پي آر ډي جي په 5 دسمبر پرېس كنفرنس يواځې د پاك پوځ ترجمان نه ، د ټول قوم د زړونو غږ دے،بهرني آقاګانو ايجنډے په ناكامۍ ذهني توازن خراب شوې تن پرله پسې قوم په تكليف كښې اچوي، باني پي ټي آئي په ړه د رياستي ادارے ښكاره پوزيشن د ستائنې وړ دے۔ده وئويل خپل ځان عقلِ كل او د هېواد يواځنې مختار ګڼونكې دغه تن نه پوهيږي چې هغه د مخصوص قوتونو جوړ شوې ليډر ؤ۔ نن هغه په بشپړه ډول په ډاګه شوے او د پاك پاك پوځ وياند د هغه مخ قوم ته ښكاره كړې۔وفاقي وزير ووئيل د پاك پوځ په ضد د دروغو بيانيه جوړولو او زهريلي كمپائن چلونكې تن د قوم او هېواد غدار دے او هغه د هيڅ ډول رعايت مستحق نه دے،د آزادۍ څرګندونه چې هم د هېواد د هېواد د سلامتيا څخه بالاتر نه شي كيدے ، د هغې په وجه دښمنانه كمپائن چلونكو په ضد د سختي كاروائي پريكړې بشپړه حمايت كوو۔











