د هېواد معاشي ښه والي له د پريكړې وړ اقدامات کوو۔علي پرويز ملک

لاهور 07 دسمبر (اے پي پي) د پټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك وئيلي چې د معاشي ښه والي لپاره د پريكړې وړ اقدامات کوو دغسې په نړيواله كچه د پاکستان ساکھ قوي كيږي، ټيکسونو كښې كمې،په ګرانۍ قابو موندلو، برآمدات وده، ځوانانو له روزګار او د توان په څانګه كښې استحکام ته حکومت پام لرنه كوي۔ده د اتوار په ورځ شادباغ كښې د پي ايچ اے چيئرمين غزالي سليم …

لاهور 07 دسمبر (اے پي پي) د پټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك وئيلي چې د معاشي ښه والي لپاره د پريكړې وړ اقدامات کوو دغسې په نړيواله كچه د پاکستان ساکھ قوي كيږي، ټيکسونو كښې كمې،په ګرانۍ قابو موندلو، برآمدات وده، ځوانانو له روزګار او د توان په څانګه كښې استحکام ته حکومت پام لرنه كوي۔ده د اتوار په ورځ شادباغ كښې د پي ايچ اے چيئرمين غزالي سليم بټ سره د هېواد په صورتحال، معاشي پاليسو، توان سيکټر، سرمايه کارۍ او قومي سلامتيا په چارو ميډيا سره خبري كولې۔علي پرويز ملك ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف او نائب وزيراعظم اسحاق ډار په نړيواله كچه د پاکستان مثبت تشخص بحالولو كښې په زړه پورې كردار ترسره كوي،هم دغه وجه ده چې نن نړيواله ورورولي او امريکا د پاکستان په اړه د ډاډ وړ خبري اتري كوي۔ده ووئيل حکومت په خسارو په کاميابۍ سره قابو موندلو پلو مهم پيشرفت کړی دے۔د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د اولس په مينډيټ غير معياري ګيس سلنډرز مسئلے حل راوېستلے شوې او يخښنۍ موسم كښې اولس له سهولت وركولو لپاره دوه نيم تر درې لکهه نوي کنکشنې وركړې كيږي۔د توان په څانګه كښې ښه والي په اړه ده ووئيل ګرځنده قرضے قابو موندلو له عملي اقدامات كيږي،دغسې ترکش پټروليم خپل دفتر په اسلام آباد كښې پرانيزي چې ورسره به پاکستانيانو لپاره د روزګار نوي موقعې پيدا شي۔ده ووئيل تحريك انصاف بايد خپلي غلطۍ امني ځكه چې سياست او ترهه ګرۍ كښې ښكاره فرق وي۔فيلډ مارشل عاصم منير په نوټيفيکيشن خبره كولو سره ده ووئيل د دې مقصد د ټولو پوځونو ترمينځه کوآرډينېشن لا ښه كولو دي،كه ادارے يو موټې كيدو سره كار وكړي نو لوئ نه تر لوئ دښمن له ماتې وركړې كيدے شي۔