اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي) پاکستان يو ذمه واره رياست دے، د دې ټولي ادارے، پشمول پاك پوځ ، د قومي سلامتيا قوي ستني دي كومي چې د هېواد خپلواكۍ او سيمه ايزي سلامتيا تحفظ لپاره عمر له لوظي دي۔ مئي 2025 شخړي د پاکستان د وسله والو ځواكونو پيشه وره صلاحيت او د هېواد د دفاع عزم په ښكاره ډول ثابت کړې۔كومه هم ډنډوره دا حقيقت رد …
پاکستان يو ذمه واره رياست دے، د دې ټولي ادارے، پشمول پاك پوځ ، د قومي سلامتيا قوي ستني دي۔د خارجه دفتر وياند
اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي) پاکستان يو ذمه واره رياست دے، د دې ټولي ادارے، پشمول پاك پوځ ، د قومي سلامتيا قوي ستني دي كومي چې د هېواد خپلواكۍ او سيمه ايزي سلامتيا تحفظ لپاره عمر له لوظي دي۔ مئي 2025 شخړي د پاکستان د وسله والو ځواكونو پيشه وره صلاحيت او د هېواد د دفاع عزم په ښكاره ډول ثابت کړې۔كومه هم ډنډوره دا حقيقت رد كولې نشي۔د اتوار په ورځ د هند د دفاع وزير اوسني بيان په اړه د ميډيا د پوښتني په ځواب كښې د خارجه دفتر وياند طاهر اندرابي ووئيل پاکستان د هند د خارجه وزير اشتعال انګيز، بے بنسټه او غير ذمه واره بيان رد كوي او د دې سخته غندنه كوي۔پاکستان يوه ذمه واره رياست دے او د دې ټولي ادارے پشمول پاك پوځ د قومي سلامتيا قوي ستني دي كومي چې د هېواد د خپلواكۍ او سيمه ايزي سلامتيا تحفظ له لوظي دي۔ مئي 2025 شخړے د پاکستان د وسله والو ځواكونو پيشه وره صلاحيت او د هېواد لپاره د دفاع عزم په ښكاره ډول ثابت کړې دے۔كومه هم ډنډوره دا حقيقت رد كولې نشي۔د هند قيادت د اړخه د پاکستان رياستي ادارو او قيادت بدنامولو هڅه د يوې داسې ډنډورې مهم برخه ده چې مقصد ئې د هند په سيمه كښې عدم استحکام خپرونكي اقدامات او پاکستان كښې د هغوي په رياستي سرپرستۍ كښې روانې ترهه ګرۍ څخه پام ګرځول دي۔دا ډول اشتعال انګيز بيانونه د هند سيمه ايز امن ، استحکام او همغږۍ څخه لاتعلقي څرګندوي۔ده ووئيل د پاکستان وسله والو په اړه ګمراه کن بيانونو وركولو په ځائې بايد هند د خپلي فسطائي او هندوتوا سوچ جاج واخلي۔ پاکستان په امناكه پاتي كيدو، مکالمے او سفارتکارۍ باور لري خو پاکستان د خپلو ګټو او خپلواكۍ دفاع لپاره متحد او قوي دے۔











