پينډۍ 07 دسمبر (اے پي پي) سکیورټي فورسز د بلوچستان ضلع قلات كښې په انټیلی جنس بېسډ عملياتو كښې د هند پراکسی تنظیم ’’فتنه الهندوستان‘‘ سره تعلق لرونكي 12 ترهه ګر وژلي دي۔د اتوار په ورځ د آئي اېس پي آر د اړخه جاري شوې پرېس ریلیز له مخې سيمه كښې د ترهه ګرو د موجودګۍ اطلاع وه۔د عملياتو په مهال ځواكونو د ترهه ګرو ژالي په نښه كړي او …
سکیورټي فورسز په قلات كشې د هند پراکسی تنظیم ’’فتنه الهندوستان‘‘ سره تعلق لرونكي 12 ترهه ګر ووژل
پينډۍ 07 دسمبر (اے پي پي) سکیورټي فورسز د بلوچستان ضلع قلات كښې په انټیلی جنس بېسډ عملياتو كښې د هند پراکسی تنظیم ’’فتنه الهندوستان‘‘ سره تعلق لرونكي 12 ترهه ګر وژلي دي۔د اتوار په ورځ د آئي اېس پي آر د اړخه جاري شوې پرېس ریلیز له مخې سيمه كښې د ترهه ګرو د موجودګۍ اطلاع وه۔د عملياتو په مهال ځواكونو د ترهه ګرو ژالي په نښه كړي او په يو بل ډزو كښې 12 هندي حمايت يافته ترهه ګر وژلې شوي۔د ترهه ګرو څخه وسله ، ګوله بارود او توكي هم برآمد شوې دي۔دغه ترهه ګر سيمه كښې د ترهه ګرۍ په ګڼو هلو ځلو كښې ككړ وو۔سيمه كښې کلیئرنس عمليات روان دي دغسې چې د هند حمايت يافته نور ترهه ګر كه موجود وي نو هغه هم ختم كړې شي۔ سکیورټي فورسز او قانون نافذ کونكو ادارو د اړخه وفاقی ایپکس کمېټۍ قومی ایکشن پلان منظورۍ له مخې عزم استحکام وژن ترمخه د تعطل نه غير د ترهه ګرۍ مخنيوي كمپائن به روان وي دغسې چې بهرني سرپرستۍ كښې د ترهه ګرۍ ناسور په بشپړه ډول ختم كړې شي۔











