اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم محمد شهباز شريف په بلنه د جمهوريه انډونيزيا صدر پرابووو سوبيانتو به په 8 او 9 دسمبر د اسلام آباد سركاري دوره كوي۔هغه به د مهم وزيرانو او په سينئر چارواكو مشتمل اعليٰ پائې پلاوي سره پاكستان ته راځي۔د اتوار په ورځ د خارجه دفتر وياند د اړخه جاري شوې بيان له مخې دا به صدر پرابووو سوبيانتو د پاكستان وړومبۍ …
د انډونيزيا صدر به په 8 او 9 دسمبر د اسلام آباد سركاري دوره كوي۔د خارجه دفتر وياند
اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم محمد شهباز شريف په بلنه د جمهوريه انډونيزيا صدر پرابووو سوبيانتو به په 8 او 9 دسمبر د اسلام آباد سركاري دوره كوي۔هغه به د مهم وزيرانو او په سينئر چارواكو مشتمل اعليٰ پائې پلاوي سره پاكستان ته راځي۔د اتوار په ورځ د خارجه دفتر وياند د اړخه جاري شوې بيان له مخې دا به صدر پرابووو سوبيانتو د پاكستان وړومبۍ دوره وي۔د انډونيزيا څخه آخري صدارتي دوره 2018 كښې صدر جوكو ويدودو كړې وه۔دا دوره په دې لحاظ سره هم خصوصي اهميت لري چې سږ كال د پاكستان او انډونيزيا ترمينځه د سفارتي اړيكو 75مه سالګره لمانځلے كيږي۔د خپلي دورے په مهال به صدر پرابووو سوبيانتو د وزيرِاعظم سره د پلاويو په كچه خبري اتري كوي او صدرِ پاكستان آصف علي زرداري سره به هم ملاقات كوي۔سرلښكر او چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير به هم د صدر پرابووو سوبيانتو سره ملاقات كوي۔د دورے په مهال به د دواړو هېوادونو تجارت، سرمايه كاري، دفاع، صحت، آئي ټي، موسمياتي بدلون، تعليم، ثقافت پشمول بېلو څانګو كښې مرستي ته ودي او په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔په دې موقع به په ګڼو مفاهمتي يادداښتونو (MoUs) لاس ليك كولې شي۔پاكستان او انډونيييا نزدې او پخواني اړيكي لري كوم چې په شريك اقدار او شريكو ګټو اډانه دي۔ صدر پرابووو سوبيانتو دا دوره به دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو او په شريكو ګټو اډانه مرستي لا زياتولو موقع وركړي۔











