اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي) اليكشن كميشن د ووټرز قومي ورځ په موقع د ووټ رجسټريشن كمپائن 5م پړاؤ پېل كړې دے چې له مخې به ئې د پنجاب 26 ، سندھ 16، خېبر پښتونخوا 13 او بلوچستان په 8 ضلعو كښې د دې كمپائن ترمخه د شناختي كارډ حصول او ووټ اندراج په اړه خصوصي كمپائن چلولې شي دغې په دې مهال به دغه ضلعو كښې خصوصي …
اليكشن كميشن د ووټرز قومي ورځ په موقع د ووټ رجسټريشن كمپائن 5م پړاؤ پېل كړو
اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي) اليكشن كميشن د ووټرز قومي ورځ په موقع د ووټ رجسټريشن كمپائن 5م پړاؤ پېل كړې دے چې له مخې به ئې د پنجاب 26 ، سندھ 16، خېبر پښتونخوا 13 او بلوچستان په 8 ضلعو كښې د دې كمپائن ترمخه د شناختي كارډ حصول او ووټ اندراج په اړه خصوصي كمپائن چلولې شي دغې په دې مهال به دغه ضلعو كښې خصوصي موبائل رجسټريشن وينز هم دې سهولت وركولو له چمتو وي۔ پنجاب كښې بهاولنګر، بهاولپور، ډيره غازي خان، فيصل آباد، ګجرانواله، وهاړي، خانيوال، لاهور، ملتان، مظفر ګړھ، ننكانه صاحب، اوكاړه، پاكپتن، رحيم يار خان، راجن پور، پينډۍ، ساهيوال، سرګودھا، شيخوپوره، سيالكوټ، ټوبه ټيك سنګھ ، قصور، ګجرات، جھنګ او اسلام آباد ، سندھ كښې حيدر آباد، سنټرل كراچۍ ، اېسټ كراچۍ ، ساؤتھ كراچۍ ، وېسټ كراچۍ ، كيماړي، سانګھړ، ملير، شهيد بے نظير آباد، قمبر شهداد كوټ، كورنګي كراچۍ، سكھر، تھرپاركر، ميرپور خاص، ګھوټكي او خير پور شامل دي۔ خېبر پښتونخوا كښې چارسده، هنګو، كوهاټ، كوز دير، مردان، نوښار ، پېښور ، سوات ، شانګله، بټ ګرام، اپر دير، خېبر، صوابۍ دغسې بلوچستان كښې چمن، كوئټه، قلعه عبدالله، شيراني، جعفر آباد، ژوب، پشين او لسبيله شامل دي۔دا خبره دې ياده وي چې هر كال په 7 دسمبر پاكستان كښې د ووټرز قومي ورځ لمانځلے كيږي۔











