هارون اختر خان پاكستان انډسټريل ټيكنيكل اسسټنس سينټر (پيټيك) كښې آرټيفيشل انټيليجنس سينټر جوړولو اعلان

اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) د وزيرِ اعظم د صنعت و پيداوار خاص مرستيال هارون اختر خان د خالي په ورځ لاهور كښې د پاكستان انډسټريل ټيكنيكل اسسټنس سينټر( پيټيك ) دوره وكړھ چرته چې هغه د پاكستان صنعتي ډھانچه په جديد ډول روانولو له يو جديد آرټيفيشل انټيليجنس سينټر جوړژلو اعلان وكړو۔په دې موقع هارون اختر خان ووئيل پيټيك كښې جوړيدونكې اے آئي سينټر به بيا ټلو …

اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) د وزيرِ اعظم د صنعت و پيداوار خاص مرستيال هارون اختر خان د خالي په ورځ لاهور كښې د پاكستان انډسټريل ټيكنيكل اسسټنس سينټر( پيټيك ) دوره وكړھ چرته چې هغه د پاكستان صنعتي ډھانچه په جديد ډول روانولو له يو جديد آرټيفيشل انټيليجنس سينټر جوړژلو اعلان وكړو۔په دې موقع هارون اختر خان ووئيل پيټيك كښې جوړيدونكې اے آئي سينټر به بيا ټلو صوبو كښې جوړولې شي،كوم چې د وزيرِ اعظم شهباز شريف د وژن له مخې دے چې جديد اے آئي اسكلز او اختراعات د لارې دې صنعتي پرمختګ تند كړې شي۔ده ووئيل وزيرِ اعظم وړاندې څخه ټول هېواد كښې د ځوانانو لپاره اے آئي اسكلز پروګرامز او اے آئي سينټرو پېل كولو سپارښتنه كړي ده دغسې چې ځوانان د جديد صنعتي دور تقاضو له مخې جوړ كړې شي۔هارون اختر خان ووئيل اے آئي ډويلپمنټ او مشينري اپ ګريډيشن لپاره به پيټيك، پاكستان انډسټريل ډيويلپمنټ كارپوريشن او تصديق په شريكه توګه يو خصوصي فنډنګ ميكانزم جوړوي، كوم به چې بېلو صنعتي څانګو كښې جديديت راوستلو عمل كښې مرستياله وي۔ده ووئيل پيټيك كښې د مشينرۍ اپ ګريډيشن سره اېس ايم ايز اسكل ډويلپمنټ لا قوي شي او هغه به د نړيوال صنعتي معيار له مخې خپل پيداواري صلاحيت ښه كولې شي ٬ د دورے په مهال هغه د پيټيك د بېلو ليبارټرو څارنه وكړه او د هغوي كاركرډي ئې وستائله۔ده په خاص توګه انډسټريل آټوميشن، پروګرام ايبل لاجك كنټرولرز ، ډائز اينډ مولډز، ګيجز، فكچرز او اړوندو څانو كښې د پيټيك صلاحيتونه وستائل۔ده اعلان وكړو چې د پي آئي ډي سي مالي معاونت سره به پيټيك كښې اے آئي سينټر جوړولې شي۔