د راروانو 24 ساعتونو په مهال به د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم خشك او يخ وي

اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) د راروانو 24 ساعتونو په مهال به د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم خشك او يخ وي دغسې شمالی سيمو كښې د سهار او شپې په وخت به موسم زيات يخ وي۔په دې مهال ګلګت بلتستان ، کشمیر ، شمالی بلوچستان او بالائی خېبر پښتونخوا كښې به وريځ وي، پنجاب او خېبر پښتونخوا په میدانی سيمو كښې به سموګ دغسې د سهار …

اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) د راروانو 24 ساعتونو په مهال به د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم خشك او يخ وي دغسې شمالی سيمو كښې د سهار او شپې په وخت به موسم زيات يخ وي۔په دې مهال ګلګت بلتستان ، کشمیر ، شمالی بلوچستان او بالائی خېبر پښتونخوا كښې به وريځ وي، پنجاب او خېبر پښتونخوا په میدانی سيمو كښې به سموګ دغسې د سهار او شپې په وخت په ځيني ځايونو كښې لړه (دھند) وي۔د موسمياتو محكمې له مخې د تيرو 24 ساعتونو په مهال د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم يخ او خشك وو دغسې په غريزو سيمو كښې زيات يخ وو۔د پنجاب او خېبر پښتونخوا په ځيني ميداني سيمو كښې سموګ او دغسې د شپې او سهار په وخت په ځيني ځايونو كښې لړه (دهند) وو۔د خالي په ورځ ريكارډ كړې شوي کم نه كم درجه حرارت : لهه كښې منفی 09، اسکردو، ګوپس كښې منفی 05، قلات، دیر، بګروټ او ګلګت كښې منفی 03 ډګري سینټي ګريډ ريكارډ شوې۔