اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) د ترهه ګرۍ مخنيوي مؤثره تګلاري،فتنه الهندوستان ترهه ګرو د رياست په وړاندې وسله غورځولې ده۔تفصيلاتو له مخې فتنه الهندوستان بي آر اے کمانډر وډيره نور علي چاکراني او د هغه 74 ملګرو د رياست په وړاندې ځان سرينډر کړې۔ترهه ګر کمانډر وډيره نور علي چاکراني او د هغه 74 ملګرو پاکستان هاؤس سوئي ضلع ډيره بګټي كښې وسله غورځولې ده۔د ترهه ګرو …
د ځواكونو موثره تګلاره، ډيره بګټي كښې د فتنه الهندوستان ګڼ شمير ترهه ګرو د رياست په وړاندې وسله وغورځوله
اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) د ترهه ګرۍ مخنيوي مؤثره تګلاري،فتنه الهندوستان ترهه ګرو د رياست په وړاندې وسله غورځولې ده۔تفصيلاتو له مخې فتنه الهندوستان بي آر اے کمانډر وډيره نور علي چاکراني او د هغه 74 ملګرو د رياست په وړاندې ځان سرينډر کړې۔ترهه ګر کمانډر وډيره نور علي چاکراني او د هغه 74 ملګرو پاکستان هاؤس سوئي ضلع ډيره بګټي كښې وسله غورځولې ده۔د ترهه ګرو سرينډر کولو په موقع د ضلع ډيره بګټي معززين او ميډيا نمائندګان هم موجود وو۔د بي آر اے شرخوښو په نور علي چاکراني او د هغه په ملګرو هغه وخت بريد وكړو كله چې هغوي وسله غورځولو لپاره پاکستان هاؤس ته روان وو۔ سرينډر شوې ترهه ګرو پاکستان هاؤس کئير ټيکر مير آفتاب بګټي او ډپټي کمشنر(ډيره بګټي) په موجودګۍ كښې وسله او ګوله بارود سرينډر کړی۔ وډيره نور علي چاکراني نه يواځې وسله غورځولې بلكه د فتنه الهندوستان (بي آر اے) په ضد چاکراني كښې امن فورس جوړولو اعلان ئې هم كړې۔وډيره نور علي چاکراني سرينډر كول د ضلع ډيره بګټي په موجوده منظر نامے كښې مهم پيشرفت دے۔وډيره نور علي چاکراني او د هغه ملګرو وسله غورځول په بلوچستان كښې سرګرم نورو ترهه ګر تنظيمونو لپاره لوئ سيق دے۔د ترهه ګرۍ مخنيوي په اړه د سکيورټي فورسز مؤثره کاروائيو او تګلاري له مخې اوس د ترهه ګرو د رياست په وړاندې وسله غورځولو ته اړتيا ده۔











