پينډۍ 06 دسمبر (اے پي پي) چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير،چيف آف نيول سټاف ايډمرل نويد اشرف او چيف آف ايئر سټاف ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو د پاكستان د وسله والو ځواكونو د اړخه ميجر شبير شريف شهيد نشان حيدر د شهادت په 54مه ورځ هغه ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي چې د ميجر شبير شريف شهيد بهادري او فرض د قومي …
د ميجر شبير شريف شهيد بهادري او فرض د قومي فخر ابدي علامت دے ،د قوم خدمت كونكو لپاره د لارې مشعل دے۔ پوځي قيادت
پينډۍ 06 دسمبر (اے پي پي) چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير،چيف آف نيول سټاف ايډمرل نويد اشرف او چيف آف ايئر سټاف ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو د پاكستان د وسله والو ځواكونو د اړخه ميجر شبير شريف شهيد نشان حيدر د شهادت په 54مه ورځ هغه ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي چې د ميجر شبير شريف شهيد بهادري او فرض د قومي فخر ابدي علامت دے ،د قوم خدمت كونكو لپاره د لارې مشعل دے۔ د آئي اېس پي آر د اړخه جاري شوې پرېس ريليز له مخې ميجر شبير شريف چا له چې 1965ء په جنګ كښې په بهادرۍ ستاره جرات وركیړ شوې ؤ هغه ته د 1971 ء په جنګ كښې يو ځل بيا سليمانكي هيډ وركس سره نزدې يو مهم سټريټجك پوزيشن محفوظولو ذمه واري وركړې شوې وه۔د 5/6 دسمبر په شپه هغه د غير معمولي بهادرۍ سره د خپلي كمپنۍ قيادت كړی، د دښمن سره لاس لاس په جهګړه كښې هغه بريد كونكي 4 جاټ رجمنټ كمانډر ميجر نرائن سنګھ وژلې۔په 6 دسمبر هغه د دښمن څو ځوابي بريدونه شنډ كړې او پخپله وړندې كيدو سره ئې ټامونه تباه كړې۔ هغه قبضه كړی شوې پوزيشن مضبوطيا سره نيولې او پرله پسې ئې د بريدونو په مړانه مقابله كولو سره هغه وخت شهيد شوې كله چې د هند يو ټينك ګوله باري وكړه۔پوځي قيادت ووئيل د اوور په لمبو كښې د ميجر شبير شريف شهيد غير معمولي قيادت، هېواد سره د ميني جذبې تړون او عظيم قربانۍ د پاكستان آرمي تر ټولو اعليٰ روايات عكاسي كوي۔دوي ووئيل ميجر شبير شريف شهيد بهادري نن د قوم خدمت كونكو لپاره د لارې مشعل دے۔پوځي قيادت وئيلي چې وسئله والو ځواكونو د پاكستان خپلواكۍ او سلامتيا حفاظت لپاره د خپل ځان قرباني وركونكو ټولو شهيدانو بشپړھ احترام او د هغوي مننه كوو،د هغوي د بهادرۍ او استقامت ميراث به قوم كښې عمر له ژوندې وي۔











