غير قانوني اميګريشن په اړه مونږ ښكاره پاليسي لرو،پاك امريكا اړيكو لا قوي كولو له لوظي يو، د نشه ائ توكو مخنيوي لپاره د امريكې تكنيكي معاونت هركلے كوو۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوي

اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي چې غير قانوني اميګريشن په اړه ښكاره پاليسي لرو،پاك امريكا اړيكي لا قوي كولو له لوظي يو،د نشه ائ توكو مخنيوي لپاره د امريكې تكنيكي معاونت هركلے كوو،د ‎ وزير اعظم محمد شهباز شريف په شپارښتنه نېشنل ناركاټكس كوآرډينيشن سينټر به ډير زر جوړ شي۔د خالي په ورځ د كورنيو چارو وزارت جاري شوې اعلاميے …

اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي چې غير قانوني اميګريشن په اړه ښكاره پاليسي لرو،پاك امريكا اړيكي لا قوي كولو له لوظي يو،د نشه ائ توكو مخنيوي لپاره د امريكې تكنيكي معاونت هركلے كوو،د ‎ وزير اعظم محمد شهباز شريف په شپارښتنه نېشنل ناركاټكس كوآرډينيشن سينټر به ډير زر جوړ شي۔د خالي په ورځ د كورنيو چارو وزارت جاري شوې اعلاميے له مخې د كورنيو چارو وزير د دې خيالاتو څرګندونه د امريكې لنډمهاله سفير نيټلي بيكر سره ملاقات په مهال كړي۔په دې موقع د نشه اتوكو مخنيوي او امنيت په څانګه كښې په دوه اړخيزه مرسته خبري اتري وشوي، ‎غير قانوني اميګريشن مخنيوي لپاره شريك اقدامات ،منشيات مخنيوي او انټيليجنس شيئرنګ لپاره مرستي زياتولو ته سلا راغلي۔ د امريكې سفيري د نشه ائ توكو مخنيوي او غير قانوني اميګريشن مخنيوي لپاره د هر ممكن تكنيكي معاونت وړنديز وكړو۔ د كورنيو چارو وزير محسن نقوي ووئيل غير قانوني اميګريشن په اړه ښكاره پاليسي لرو، ‎‎په هوائي ميدانونو تر هر ممكن حد د منشيات كيسز نشاندهۍ ته پام لرنه كوو،د هېواد په ټولو هوائي ميدانونو تر ټولو جديد سكيننګ مشينونه لګولې شوي۔ محسن نقوي ووئيل د نشه ائ توكو مخنيوي لپاره پھ زيرو ټالرنس پاليسۍ په سختۍ سره عمل كوو،نن هم افغانستان څخه د منشيات ګڼو هېوادونو ته رسيږي او نوي نسل تباه كوي۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل د نشه ائ توكو مخنيوي لپاره د امريكا تكنيكي معاونت به هركلے كولې شي،‎‎پاك امريكا اړيكي سيمه كښې امن او استحكام ودې لپاره مهمي دي۔ د ‎ملاقات په مهال د اے اين ايف په كاركردګۍ او ټول هېواد كښې د روان عملياتو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړې شو چې پكښې ووئيل شول چې د كلن كاؤنټر ناركاټكس مهم ترمخه 134 ټن منشيات،75 غير ملكيانو پشمول 2001 ملزمان او 12.797 بليونه ډالره ماليت منشيات ضبط كړې شوي، ‎‎بلوچستان، كے پي او سندھ ميں 110 افغان وګړي نيولې شوي كومو څخه چې 40,659 ايكړه رقبه كليئر او پاپي فري سټيټس په ځائې ساتلے شوې۔په دې موقع د امريكې لنډمهاله سفيري نيټلي بيكر د اے اين ايف كاركردګي ستائلو سره ووئيل پاكستان سره اړيكي مهمي ګڼو،ټولو څانګو كښې به مرسته روانه ساتلے شي۔ د كورنيو چارو ‎‎وفاقي سيكرټري ، ډي جي اے اين ايف، ډائريكټر انفورسمنټ، امريكې سفارتخانے نمائنده او نور چارواكي ملاقات كښې موجود وو۔