اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي)د وزيراعظم د سياسي چارو صلاحكار رانا ثناﺀ الله وئېلي دي د پي ټي آئي باني پشمول د نورو بنديوانو كورنيو سره ملاقاتونه د جيل قوانين او قانوني طريقه كار له مخې كېدې شي۔د جمعې په ورځ په سينيټ كښې د اپوزېشن غړي سينيټر مثال اعظم لخوا پورته كړې شوې د اولسي اهميت په نكته د خيالاتو څرګندونې كولو سره ده ووئيل داسې كوم …
د پي ټي آئي باني پشمول د نورو بنديوانو كورنيو ملاقاتونه د جيل قوانين او قانوني طريقه كار له مخې كېدے شي۔رانا ثناﺀ الله
اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي)د وزيراعظم د سياسي چارو صلاحكار رانا ثناﺀ الله وئېلي دي د پي ټي آئي باني پشمول د نورو بنديوانو كورنيو سره ملاقاتونه د جيل قوانين او قانوني طريقه كار له مخې كېدې شي۔د جمعې په ورځ په سينيټ كښې د اپوزېشن غړي سينيټر مثال اعظم لخوا پورته كړې شوې د اولسي اهميت په نكته د خيالاتو څرګندونې كولو سره ده ووئيل داسې كوم هم ملاقات په هغه صورت كښې نشي كېدې٬كه چرې د دې څخه اولسي نظم و ضبط متاثر يا د ناقلارتيا خپرېدو اندېښنه وي۔رانا ثناﺀ الله ووئيل كه چرې اپوزېشن په دې معامله پارليماني كمېټۍ جوړول غواړي نو هغوي له پكار دي چې وړومبې خپل قيادت سره مشاورت له واضحه هدايات ترلاسه كړي۔ده ووئيل جمهوريت د خبرو اترو د لارې مخ په وړاندې ځي او د وزيراعظم لخوا په تېر وخت كښې هم د اپوزېشن لارښودو ته پارليمنټ كښې په ناستې د معاملات حل كولو بلنه وركړې شوې وه ۔











