اسلام آباد۔5 دسمبر(اے پی پی) د پاكستان حكومت او آسيائي پرمختيائي بنك (اے ډي بي) ترمينځه درې مهمې منصوبې لال سيك كړې شوې۔ د اقتصادي چارو ډويژن وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخېپه دې كښې کراچی-روهړی سېکشن مېن لائن-ون (ML-I) لپاره پروجېکټ ریډینیس فنانسنګ، کوئټه بس رېپډ ټرانزټ (کوئټه بی آر ټیPRF) لپاره پروجېکټ ریډینیس فنانسنګ او د بلوچستان واټر ریسورسز ډوېلپمنټ سېکټر پروجېکټ لپاره اضافي فنانسنګ شامل …
د پاكستان حكومت او آسيائي پرمختيائي بنك درې مهمې منصوبې لاس ليك كړې
اسلام آباد۔5 دسمبر(اے پی پی) د پاكستان حكومت او آسيائي پرمختيائي بنك (اے ډي بي) ترمينځه درې مهمې منصوبې لال سيك كړې شوې۔ د اقتصادي چارو ډويژن وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخېپه دې كښې کراچی-روهړی سېکشن مېن لائن-ون (ML-I) لپاره پروجېکټ ریډینیس فنانسنګ، کوئټه بس رېپډ ټرانزټ (کوئټه بی آر ټیPRF) لپاره پروجېکټ ریډینیس فنانسنګ او د بلوچستان واټر ریسورسز ډوېلپمنټ سېکټر پروجېکټ لپاره اضافي فنانسنګ شامل دے۔ دا منصوبې په هېواد كښې د بنيادي آسانيو څانګو رابطه كارۍ ٬ شهري ټرانسپورټ او د اوبو وسائلو كښې پرمختګ لپاره مهم اقدامات دي۔ د اقتصادي چارو وزارت سېكرټري د اے ډی بی د باور وړ پرمختيائي همكار كردار او د پاكستان د پرمختيائي ضرورتونو په ترسره كولو كښې د دوي مستقل مرسته وستائېله۔ دوئ دې مهمو منصوبو لپاره په مرسته كولو د اے ډی بی مننې كولو سره ووئيل دا منصوبې به د پاكستان د اوږدې مودې او تلپاتي اقتصادي پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كړي٬ د كوئټې ښار شهري انفراسټركچر ضرورتونه به ترسره كړي او په بلوچستان كښې به زرعي پېداواريت ښه كړي۔ دوي د رېلوے وزارت او د بلوچستان حكومت هڅې هم وستائېلې او د منصوبو په وخت ترسره كولو له يۍ د فنانسنګ په غوره توګه د كارولو په حاجت زور راوړو۔ د اے ډی بی کنټری ډائرېکټر ایما فین د پاكستان حكومت لخوا دې منصوبو لپاره د مضبوط عزم ستائنه وكړه۔ دې بلوچستان سره د اړوندو دو منصوبو اهميت په ډاګه كړو او رېلوے امپرومېنټ پروجېکټ پی آر اېف يۍ د رېلوے جدیدیت پلو يو مهم ګام وګرځولو۔ دوي اقتصادي چارو وزارت او نورو همكارانو سره د نزدې مرستې روانې ساتلو عزم پخلے هم وكړو دغسې چې د اے ډي بي معاونت د پاكستان پرمختيائي ترجيحات سره هم آهنګ پاتي شي











