يو كس او د ھغه بيانه قامي سلامتيا لپاره د خطر سبب ګرځېدلې ، چا ته به اجازه ورنه كړو چې د اولس او د پوځ په ضد راپاورنه وكړي او د دوي په مېنځ كښې فاصله پېدا كړي۔ د آئي ايس پي آر ډي جې ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري پرېس كنفرنس

پېنډي 05 دسمبر (اے پي پي) د آئي اېس پي آر ډائريکټر جنرل ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري وئيلي دي يو كس او د ھغه بيانه قامي سلامتيا لپاره د خطر سبب ګرځېدلې ، چا ته به اجازه ورنه كړو چې د اولس او د پوځ په ضد راپاورنه وكړي او د دوي په مېنځ كښې فاصله پېدا كړي٬ د دوي د ناسمې او بې توكه بيانيې په بنياد د …

پېنډي 05 دسمبر (اے پي پي) د آئي اېس پي آر ډائريکټر جنرل ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري وئيلي دي يو كس او د ھغه بيانه قامي سلامتيا لپاره د خطر سبب ګرځېدلې ، چا ته به اجازه ورنه كړو چې د اولس او د پوځ په ضد راپاورنه وكړي او د دوي په مېنځ كښې فاصله پېدا كړي٬ د دوي د ناسمې او بې توكه بيانيې په بنياد د هند او افغان ميډيا د پاكستان په ضد زهرجنې خپرونې خپروي، ترهګرو سره خبرو لپاره چمتو نه يو٬ يوازې افغان طالبان رجيم سره به د رياست په كچه خبرې كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ پرېس کنفرنس كښې كړې۔ ده ووئيل د چيف آف ډيفنس فورسز په تعيناتۍ ټولو له مباركي وركوم، چيف آف ډيفنس فورسز کار پېل كړے دے٬ په اوسني وارفيئر صورتحال كښې زمكيز، فضائي، سمندري او د سائبر پشمول ټولو څانګو كښې په كوټلې ډول كار كول ضروري دے٬ دا اقدام د يوې مودې نه ضرورت ٶ، په نورو هېوادونو كښې هم دا هيډکوارټرز شته، د پارلمان په هدايت دا اقدام د هېواد دفاع كښې مهم سنګ ميل دے۔ ده ووئيل د يو سړي له امله قامي سلامتيا خطر سره مخ ده٬ د يو سړي ذات او خواهشات د پاكستان د رياست نه زيات دي او ھغه دومره زيات دي چې ھغه ګڼي چې زه نه يم نو هېڅ به نه وي ، د ھغه نظريه د پاکستان قامي سلامتيا لپاره د خطر سبب ده، د ھغه سياست ختم شوے ٬ ھغه او د ھغه بيانيه رياست لپاره د خطر سبب دي٬ د ھغه بيانيې ته د بهرني ايکټرز د لارې وده وركړې كېږي۔ ده ووئيل مونږ د هېواد د يو سياسي ګوند٬ لسانيت، مذهب، فرقه يا مکتبه فکر نمائندګي نه كوٶ، زمونږ تعلق د كوم ايليټ طبقې سره نه دے٬مونږ مډل كلاس سره تعلق لرو٬ مونږ د وطن تحفظ او استحكام لپاره شپه او ورځ قربانۍ وركوٶ، مونږ بيا بيا واضحه كړې چې پاك پوځ د پاكستان محافظ دي٬ كه څوك خپل ذات او خپل نامناسب سوچ لپاره پوځ او د ھغه په مشرانو بريد كوي نو دا عمل درست نه دے، مونږ د ټولو سياسي ګوندونو احترام كوٶ٬ تاسو چې كوم سياست كوې وكړې٬ پوځ د دې نه لرې اوساتئ، ده ووئېل مونږ د سياست برخه نه يو٬ پوځ او د اولس ترمېنځه د فاصلې رامخې ته كولو به چا ته اجازه ورنه كړو۔ د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل دا به ونه زغملې شي چې د پاكستان اولس د پوځ په ضد راوپارولې شي، هم دا پوځ دے چې د هېواد ډهال دے٬ د فتنه الخوارج فتنة الهندوستان، هند او د اولس ترمېنځه پوځ ولاړ دے، هغه يو سړي د رياست مخالف بيانونه وركړيې٬ په كوم آئين او سياست كښې د دې اجازه شته چې د هغه تورن سره ملاقات وكړې شي څوك چې د هېواد او پاك پوځ په ضد بيانيه وړاندې كوي۔ دغې يو كس د بجلۍ بل نه جمع كولو، ترسيلات زر پاکستان ته د نه راوړلو ترغيب وركړے، اولس يې د پوځ په ضد راپارولے۔ د آئي اېس پي آر ډي جي په دې موقع يو وېډيو وړاندې كړه چې پكښې ووئيل شول د پي ټي آئي سوشل ميډيا اکاٶنټس افغانستان او هند څخه هينډل كېږي٬ ده د عليمه خان ويډيو بيان وړاندې كړو چې پكښې ھغه د هند ټي وي سره خبرې كولې۔ د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل د هند ميډيا څومره په خوشحالۍ سره د پاك پوځ سرلښكر په ضد بيانونه چلوي او ھغوي ته دا بيانونه څوك وركوي؟ هم دا ګوند٬ هم دا خلق د پاك پوځ په ضد خبرې كوي، د دې ګوند سوشل ميډيا اکاٶنټس مشاهده كړې٬ د كوم ځائے ټويټ كېږي او څوك دا پورته كوي دا هر څه په دې وېډيو كښې اوګورې۔ د پاك پوځ وياند ووئيل هند سره سره افغان ميډيا هم پاكستان پسې شوې ٬ په آئين كښې د اظهار رائے د آزادۍ اجازه شته خو ولې په قامي سلامتيا اظهار رائے او د پوځ په ضد د بيانونو اجازه نشته٬ دا خلق خپله بيانيه خپروي او د افغانستان او هند خلق خپلې بيانيې ته وده وركوي٬ د هند ميډيا د پاك پوځ په ضد د پي ټي آئي ژبه ده، د خوارج سهولت کار افغان ميډيا هم دا بيانونه خپروي٬ عمران خان وئيلي دي چې كوم كس چې په پوځ كښې شته خلقو سره تعلق لري ھغه به غدار وي، زه د علامه اقبال يونيورسټۍ زده كوٶنكو سره چې ملاٶ شوم نو آيا دا خلق غداز دي٬ ته خپل ځان څه ګڼې؟ ته څوك يې چې د غدارۍ سندونه وېشې، د هغه منطق دا دے څوك چې پاك پوځ سره تعلق لري ھغه غدار دے٬ څوك چې آئي اېس پي آر ته ځي ھغه غدار دے۔ده آئي اېس پي آر ډي جي د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان ذهني رنځور وګرځولو او وې وئيل دغې ذهني رنځور په 9 مئي په پوځي تنصيبات او د شهيدانو په يادګارونو بريدونه كړي٬ ذهني مريض دوه ورځې وړاندې ټويټ كړے، د ذهني رنځور ټويټ په افغان او هند ميډيا په دقيقو كښې وائرل شوے، دغه ذهني رنځور د پاكستان په ضد زهرجنې خبرې كوي، د هغوي د ګوند نه چې وپوښتلې شي نو وائي معلومه نه ده چې د عمران خان ټويټ د كوم ځاے نه كېږي؟ د پاك پوځ وياند ووئيل ذهني رنځور وائي چې د پاك پوځ ھغه قيادت هدف كړئ چا چې په معركه حق كښې پاكستان له بريا وركړه، د پوځ په ضد پرله پسې پروپيګنډا كېږي٬پروپيګنډا سيل پخپله خوښه د چا خلاف هم نوټيفکيشن جوړوي، د دې ګوند پېروكار د هند ميډيا له پرله پسې مواد وركوي، ده ووئېل د ذهني مريض د منطق له مخې هند په 6 او 7 مئي پاكستان فتح كړے ٶ، دوي خو په پېښور كښې د خارجيانو آفس پرانستل غوښتل٬ دوي ترهګرو ته د پاك پوځ په ضد لارې ښودلې٬ د خپل ذات د بنديوان بيانيه د قامي سلامتيا په ضد ده، هغه آئي اېم اېف ته وائي چې پاكستان له پور مه وركوې، اوس به دا بيانيه نه چلېږي۔ ده ووئيل د پاك پوځ افسران ايليټ طبقې څخه نه دي ، مونږ د اولس نه راغلې يو٬ زمونږ افسران او ځوانان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې شهيدان كېږي٬ ته په پوځ تنقيد كوې٬ خپل زامن دې بهر ساتلې دي٬ لږ د خوارج په وړاندې خو هغوي اودروه٬ ډي جي ووئيل د وسله والو ځواكونو په ضد كركه خپرېږي حالانكه د پاك پوځ ځوانان سر په تلي كښې د جنګ مېدان ته ځي٬ د خوارج په وړاندې څوك اودرېږي؟ څوك ځانونه قربانوي؟ مونږ مرو او وژنو٬ 18 لكه نه زيات غېر قانوني كډوال د هېواد نه بهر كړے شوي، سږ كال د ترهګرۍ مخنيوي د 13 زره نه زيات اپرېشن شوي چې پكښې 1943 ترهګر وژلې شوي٬ په نيشنل ايکشن پلان عملدرامد ضروري دے، د ترهګرۍ خاتمې لپاره مشتركه بيان ضروري دے۔ د پاك پوځ وياند ووېيل ستا چې په كومه صوبه كښې حكومت دے لږ د ھغې په اړه خو خبره وكړه٬ صوبائي حكومت له د نشه اي توكو او نان کسټم پيډ ګاډو خاتمه كول دي٬ د امن او امان ذمه واري صوبائي حكومت سره ده، د صوبې نه د افغان كډوالو د خاتمې اعلاميه ولې نه جاري كېږي ٬ په صوبه كښې ترهګري روانه ده٬ دوي وائي اپرېشن مه كوئ٬ دوي وائي ترهګرو سره خبرې وكړې، د وانا په کيډټ کالج بريد كوٶنكو سره مونږ څه خبره وكړو؟ دا يوه ډله زمونږ د صوبې په وروڼو مسلط شوې ، په رنځورو ذهنونو قام په واضحه توګه پوهه شوے دے٬ د منفي بيانيې ختمولو ته اړتيا ده٬ دغه كس بيا بيا د شيخ مجيب الرحمان خبره كوي، ستاسو د سياسي شعبده بازۍ وخت ختم شوے۔ ده ووئيل د پاکستاني ميډيا ريټنګ لپاره په نان اېشوز خبرې كوي٬ هغه له پكار ده چې په مسئلو خبرې وكړي، هر كس د هېواد بچ كولو ذمه وار دے۔ د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل هغه كس د پاك پوځ او اولس ترمېنځه فاصلې نشي پېدا كولې، رياست پوځ نه وي٬ رياست حكومت وي او پوځ د رياست يوه اداره ده، مونږ چرته هم نه ځوو تر څو چې پاكستان شته پوځ به وي۔ د خبريالانو د پوښتنو په ځواب ده ووئيل د ګورنر راج او د سوشل ميډيا په حواله پرېكړه كول د رياست كار دے ٬ مونږ له په آئين عمل كول دي، ترهګري په يوه ورځ كښې نشي ختمېدې ٬ دې لپاره سياسي عزم ته اړتيا ده، مونږ په اتفاق بيانيه جوړه كړې تاسو د دې برعكس كار كوئ، تاسو په هر څيز سياست حاوي كړے، هغوي وئيل چې پوځ سياست كوي جنګ نشي كولې خو مونږ جنګ وكړو او ومو ښودل٬ مونږ د دې رياست د تحفظ سوګند پورته كړے ، په نيشنل ايکشن پلان عملدرآمد ضروري دے۔ ده ووئيل په تاريخ كښې پاك پوځ د كوم كس په ضد خبره نه ده كړې ځكه چې په ماضي كښې يو سياست مدار داسې كار نه دے كړے، د هغه د سياست محور د پاك پوځ چاپېره چورلي٬ هغه دا ګڼي چې اولس نادانه جوړېدے شي٬ خو داسې نه ده٬ اوس وخت دے مونږ ته به وئيل وي چې دا بيانيه څوك چلوي۔ ده ووئيل په هېواد كښې دا مهال تر ټولو زياته ترهګري په خېبرپښتونخوا كښې كېږي٬ په تېرو پنځو كالو كښې په صوبه كښې يو ترهګر په سولۍ كړے شوے؟ په خېبر پښتونخوا كښې د صحت ،تعليم، امن او امان او د تعليم صورتحال څه دے۔ د هغوي غرض نظم ونسق او کارکردګۍ سره نه دے د سياست پوځ او د رياست مخالف بيانيه ده، په مس انفارميشن او ډس انفارميشن آډانه ده۔ ده ووئيل پاكستان كله هم د خبرو نه سرغړونه نه د كړې٬ پاکستان پرله پسې د افغان طالبانو حکومت سره خبرې كوي۔ ده ووئيل مونږ به ترهګرو او فتنه الخوارجو سره خبرې نه كوٶ، مونږ رياست يو او هم د رياست په كچه به افغان طالبان رجيم سره خبرې كوٶ٬ د ترهګرو سهولت کارو سره په كوم انداز خبرې وكړو۔ ده ووئيل د 9 مئي د مقدمو په پوځي عدالتونو كښې د مېرټ او سپېځلتيا د لارې ټرائل شوے۔ ده ووئيل د پاك پوځ ځوانان هېواد لپاره هرې قربانۍ له چمتو دي ٬ د 9 مئي مقدمه د ټول قام مقدمه ده۔