اسلام آباد۔05 دسمبر( اے پي پي) د سپريم كورټ شريعت اپېليټ بېنچ د انتخابي نظام غېر اسلامي ګرځولو په اړه د وفاقي حكومت 36 كلنه زاړه اپيلونه د حكومت د اړخه د بېرته اغستو په بنياد تر سره كړل ۔ د جسټس شاهد وحيد په مشرۍ كښې 5 كسيز د شريعت اپيلټ بنچ د جمعې په ورځ د كېس اورېدنه وكړه۔ د سماعت په مهال ايډېشنل اټارني جنرل موقف اختيار …
سپريم كورټ د انتخابي نظام غېر اسلامي ګرځولو په اړه 36 كلنه زوړ كېس تر سره كړو
اسلام آباد۔05 دسمبر( اے پي پي) د سپريم كورټ شريعت اپېليټ بېنچ د انتخابي نظام غېر اسلامي ګرځولو په اړه د وفاقي حكومت 36 كلنه زاړه اپيلونه د حكومت د اړخه د بېرته اغستو په بنياد تر سره كړل ۔ د جسټس شاهد وحيد په مشرۍ كښې 5 كسيز د شريعت اپيلټ بنچ د جمعې په ورځ د كېس اورېدنه وكړه۔ د سماعت په مهال ايډېشنل اټارني جنرل موقف اختيار كړو چې وفاقي شريعت عدالت چې كوم قوانين غېر اسلامي په ګوته كړي وو هغه اوس ختم شوي دي۔ او د ټاكنو په اړه الېكشن ايكټ 2017 دا وخت رائج و نافذ العمل قانون دے۔ ايډېشنل اټارني جنرل ووئېل هغه قوانين چې اوس موجود نه دي ځكه دائر اپيلونه غېر موثر شوي دي او دا بېرته اغستل غواړو۔ ياد دې وي دا اپيلونه د انتخابي عمل غېر اسلامي ګرځولو په ضد 36 كاله وړاندې دائر شوي وو او وفاقي حكومت د شريعت عدالت پرېكرې خلاف په 1989 كښې اپيلونه سپريم كورټ كښې دائر كړي وو۔ عدالت د حكومت موقف اورېدو نه پس اپيلونه د بېرته اغستو په بنياد تر سره كړل











