د هند ميډيا له د دروغو نه علاوه هېڅ نه ورځي ٬ د اډياله زندان نه بهر د امن او امان د صورتحال خرابولو چا ته اجازه نشته۔ د اطلاعات وفاقي وزير عطاء الله تارړ د پارلمان نه بهر ميډيا سره خبرې

اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي د هند ميډيا له د دروغو نه علاوه هېڅ نه ورځي ٬ د اډياله زندان نه بهر د امن او امان د صورتحال خرابولو چا ته اجازه نشته٬ څوك چې د زندان د رولز خلاف ورزي كوي ھغه ته به د پي ټي آئي باني سره د ملاقات اجازه نه وي۔ د جمعې …

اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي د هند ميډيا له د دروغو نه علاوه هېڅ نه ورځي ٬ د اډياله زندان نه بهر د امن او امان د صورتحال خرابولو چا ته اجازه نشته٬ څوك چې د زندان د رولز خلاف ورزي كوي ھغه ته به د پي ټي آئي باني سره د ملاقات اجازه نه وي۔ د جمعې په ورځ د پارلمان نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووېيل د هند ميډيا له د دروغو نه علاوه هېڅ نه ورځي٬ بايد شرم وكړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل لويو لويو سينئر خبريالانو له قام څخه معافي غوښتل پكار ده، دوي د چائے په پياله كښې طوفان پورته كړے ٶ، په ټوله سوشل ميډيا او اليکټرانك ميډيا ډنډورې كوٶنكو له نن د قام په وړاندې شرمنده كېدل پكار دي ۔ وفاقي وزير ووئيل د پاکستان دفاع لا مضبوطه شوې ده٬ پاکستان په سټرکچرل بدلون كولو دښمن يرولے دے ٬ د ټولو ځواكونو متحدہ کمانډ جوړ كړے شوے ٬ دې سره مونږ ته په جنګ كښې بريا ترلاسه شوې ٬ ده ووئېل مونږ ختيز او لويديز سرحدونه مضبوط كړي، دښمن ته مو ماتې وركړې٬ دغسې چې بيا لپاره دښمن جرات ونه كړي۔