سېنېټ كښې بلوچستان او كراچۍ كښې د ګاز او بجلۍ لوډشېډنګ په اړه د پام راګرځونې په نوتس تفصيلي بحث

اسلام آباد۔ 5 دسمبر(اے پي پي) سېنېټ غونډه كښې د جمعې په ورځ بلوچستان او كراچۍ كښې ګاز او د بریښنا لوډشېډنګ په اړه د پام راګرځونې نوټس او د اولسي اهيمت په چارو تفصيلي بحث وشو۔ مختلف سېنېټرز په ټول هېواد كښې په خاص توګه كراچۍ او بلوچستان كښې د بجلۍ او ګاز د وركړې په صورتحال اندیښنه ښكاره كړه۔ وفاقي وزير طارق فضل چوهدري ځواب كښې ووئېل د …

اسلام آباد۔ 5 دسمبر(اے پي پي) سېنېټ غونډه كښې د جمعې په ورځ بلوچستان او كراچۍ كښې ګاز او د بریښنا لوډشېډنګ په اړه د پام راګرځونې نوټس او د اولسي اهيمت په چارو تفصيلي بحث وشو۔ مختلف سېنېټرز په ټول هېواد كښې په خاص توګه كراچۍ او بلوچستان كښې د بجلۍ او ګاز د وركړې په صورتحال اندیښنه ښكاره كړه۔ وفاقي وزير طارق فضل چوهدري ځواب كښې ووئېل د پاكستان وسائل د ټولو صوبو لپاره يو برابر دي د كومې صوبې سره امتيازي سلوك نه كېږي ٬ د هېواد په يوه برخه كښې هم غېر اعلانيه لوډشېډنګ نه كېږي او اعلانيه لوډشېډنګ د واضحه طريقه كار له مخې كېږي ۔ ده ووئېل د لوډشېډنګ نيغ په نيغه تعلق د لائن لائسز سره دے ٬ چرته چې لائن لائسز زيات دي هلته به په لوډ منيجمنټ كښې مسائل پېدا كېږي ۔ ده ووئېل د ايران سرحد څخه د تېلو فاچاق مخ نيوي لپاره حفاظتي ګامونه لا سخت كړے شوي٬ دا تاثر سم نه دے چې د ايران سرحد بند كړے شوے۔ سرحد پرانستے دے ۔ د سېنېټر وقار مهدي مختلف سيمو كښې د زيات شوي لوډشېډنګ معامله پورته كولو سره ووئېل كے الېكټرك د هېواد يوازنۍ شخصي كمپني ده ٬ د كراچۍ مختلف سيمو كښې په اوونۍ كښې د دريو څلورو ورځو اوږد لوډشېډنګ معمول ګرځېدلے دے٬ ده ووئېل دا مسئله تر څو سيمو محدود نه ده بلكې ټوله كراچۍ ځپلې شوې ده۔ سېنېټر مسرور احسن ووئېل د اولس په 10 زره بقايا هم ميټر منقطع كېږي ٬ روژه نزدې ده او هر كال غوندې به سږ كال هم په روژه ماتي او پېشمني كښې د لوډشېډنګ نه كولو اعلانونه كېږي خو مسائل به هغسې وي۔ ده ووئېل د حكومت او اړوندو ادارو نه غوښتنه ده چې دې مسئلې ته په ډېره سنجيدګۍ سره اوګوري۔