سېنېټ كښې د انکم ټيکس فائلرز ته د ايف بي آر لخوا په بينک بيلنس مشتمل د ايس ايم ايس استولو په معامله د پام راګرځونې په نوټس تفصيلي بحث

اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) سېنېټ كښې د انکم ټيکس فائلرز ته د ايف بي آر لخوا په بينک بيلنس مشتمل د ايس ايم ايس استولو په معامله د پام راګرځونې په نوټس تفصيلي بحث شوے٬ د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پام راګرځونې نوټس سينيټر اسد قاسم وړاندې كړو٬ چا چې دا اقدام د وګړو د مالياتي رازداري وګرځوله۔ سينيټر اسد قاسم ايوان …

اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) سېنېټ كښې د انکم ټيکس فائلرز ته د ايف بي آر لخوا په بينک بيلنس مشتمل د ايس ايم ايس استولو په معامله د پام راګرځونې په نوټس تفصيلي بحث شوے٬ د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پام راګرځونې نوټس سينيټر اسد قاسم وړاندې كړو٬ چا چې دا اقدام د وګړو د مالياتي رازداري وګرځوله۔ سينيټر اسد قاسم ايوان ته ووئيل د اېف بي آر لخوا دا اقدامات نامناسب دي۔ده ووئيل خلق خپل بېنك اكاٶنټس خپلو كور ودانو نه هم پټوي٬ د اېف بي آر دا مداخلت غېر ضروري او د اصولو د رازدارۍ په ضد دے۔ وفاقي وزير طارق فضل چوهدري سپيناوي كولو سره ووئيل اېف بي آر ته د قانون له مخې ټيکس وركوٶنكو څخه د معلومات طلب كولو بشپړ اختيار دے او دا اېس اېم اېس يوازې ھغه اكاٶنټ هولډرز ته ځي د چا چې په ټېكس ريټرن او بينک بيلنس كښې چې واضحه فرق وي٬ دا اقدام د قانون په دائره پاتې كېدو سره پورته كړے شوے۔ د قانون وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ هم ايوان ته ووئيل ټيکس چارواكي د خپل قانوني اختيارات له مخې كاروائي كوي او د ټېكس غلا يو سنګين جرم دے۔ ده ووئيل داسې نشي كېدے چې اېف بي آر د ټېكس وركوونكو نه هډو پوښتنه ونه كړي٬ اداره د قانون له مخې كار كوي٬ د بحث نه وروستو پريزائيډنګ افسر معامله نور جاج لپاره خزانې لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ ته وسپارله