وفاقي وزير انجينئر امير مقام فيلډ مارشل سيد عاصم منير ته په چيف آف ډيفنس فورسز تعيناتۍ مباركي وركړه

اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) کشمير، ګلګت بلتستان او د سيفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام فيلډ مارشل سيد عاصم منير ته په چيف آف ډيفنس فورسز تعيناتۍ مباركي وركولو سره وئيلي دي د سيد عاصم منير د چيف آف ډيفنس فورسز په منصب فائز كېدل د ستائنې وړ دي۔ خپل بيان كښې انجينئر امير مقام ووئيل فيلډ مارشل سيد عاصم منير د چيف آف ډيفنس فورسز تعيناتي …

اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) کشمير، ګلګت بلتستان او د سيفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام فيلډ مارشل سيد عاصم منير ته په چيف آف ډيفنس فورسز تعيناتۍ مباركي وركولو سره وئيلي دي د سيد عاصم منير د چيف آف ډيفنس فورسز په منصب فائز كېدل د ستائنې وړ دي۔ خپل بيان كښې انجينئر امير مقام ووئيل فيلډ مارشل سيد عاصم منير د چيف آف ډيفنس فورسز تعيناتي د دوي د قائدانه صلاحيتونو مظهر ده ٬ فيلډ مارشل هند ته په جارحيت كره ځواب وركړے۔ ده ووئيل قام د دوي جرات او په بهادرۍ وياړ لري٬ ټول قام د پوځ سرلښكر سره ولاړ دے۔ په دې موقع وفاقي وزير ايئر چيف مارشل ظهير بابر سدھو ته هم په ملازمت كښې په دوو كالو پراختيا مباركي وركولو سره هغوي لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔