د فيلډ مارشل سيد عاصم منير د چيف آف آرمي سټاف او چيف آف ډيفنس فورسز او د چيف آف ايئر سټاف ٬ ائير چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو د ملازمت په موده كښې د دوه كالو د پراختيا نوټيفيكيشن جاري

اسلام آباد۔5دسمبر (اے پی پی) د دفاع وزارت د فيلډ مارشل سيد عاصم منير د چيف آف آرمي سټاف او چيف آف ډيفنس فورسز او د چيف آف ايئر سټاف ٬ ائير چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو د ملازمت په موده كښې د دوه كالو د پراختيا نوټيفيكيشن جاري كړو۔ د جمعې په ورځ په جاري كړې شوي نوټيفكېشن كښې وئيلې شوي دي چې صدر مملكت د وزيراعظم په …

اسلام آباد۔5دسمبر (اے پی پی) د دفاع وزارت د فيلډ مارشل سيد عاصم منير د چيف آف آرمي سټاف او چيف آف ډيفنس فورسز او د چيف آف ايئر سټاف ٬ ائير چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو د ملازمت په موده كښې د دوه كالو د پراختيا نوټيفيكيشن جاري كړو۔ د جمعې په ورځ په جاري كړې شوي نوټيفكېشن كښې وئيلې شوي دي چې صدر مملكت د وزيراعظم په اېډوائس د كال 1973 آئین آرټیکل 243 او د پاکستان آرمی اېکټ 1952 سېكشن 8 اے لاندې د فیلډ مارشل سید عاصم منیر د چیف آف آرمی اسټاف او چیف آف ډیفنس فورسز تعینات كولو منظوري وركړه۔ دا تعيناتي 5 كالو لپاره ده۔ فیلډ مارشل سید عاصم منیر به د هېواد اولنے چيف آف ډيفنس فورسز وي۔ دغسې د دفاع وزارت د ائیر چیف مارشل ظهیر احمد بابر سدھو د ملازمت موده كښې هم د دوه كالو پراختيا نوټيفيكېشن جاري كړو۔ په نوټیفیکېشن كښې وئيلې شوي دي چې د كال 1973 آئین د آرټيكل 273 او د پاكستان ائير فورس اېكټ 1953 سېکشن 10 بی لاندې وزيراعظم شهباز شریف د چیف آف ایئر سټاف، ائیر چیف مارشل ظهیر احمد بابر سدھو د ملازمت په موده كښې هم د دوه كالو پراختيا منظوري وركړه۔ د دې پراختيا اطلاق به د ده د ملازمت موجوده مودې په مارچ 2026 كښې په بشپړ كېدو كيږي۔