اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي يو بنديوان سره د سياسي خبرو اجازه نه وي ٬ د پي ټي آئي بائي سره په ملاقاتونو كښې په سياسي چارو خبرې، د رياست په ضد د خلقو د لمسولو په څېر هڅې رپورټ شوي دي، د قانون خلاف ورزۍ كوٶنكو ملاقاتونه به بندولې شي، كه د زندان نه بهر د امن …
يو بنديوان سره د سياسي خبرو اجازه نه وي ٬ د پي ټي آئي بائي سره په ملاقاتونو كښې په سياسي چارو خبرې، د رياست په ضد د خلقو د لمسولو په څېر هڅې رپورټ شوي دي، د قانون د خلاف ورزۍ كوٶنكو ملاقاتونه به بندولې شي۔ وفاقي وزير عطاء تارړ
اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي يو بنديوان سره د سياسي خبرو اجازه نه وي ٬ د پي ټي آئي بائي سره په ملاقاتونو كښې په سياسي چارو خبرې، د رياست په ضد د خلقو د لمسولو په څېر هڅې رپورټ شوي دي، د قانون خلاف ورزۍ كوٶنكو ملاقاتونه به بندولې شي، كه د زندان نه بهر د امن او امان صورتحال خرابولو هڅه وشوه نو د دغې به سخت نوټس اخستلے شي۔ د زيارت په ورځ په پي ټي وي هيډ کوارټرز كښې د قانون وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ سره پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې د اطلاعات وزير عطاء الله تارړ ووئيل د پي ټي آئي باني د 190 ملين پاونډ په مېګا كرپشن كېس كښې سزا شوے دے ۔ ده ووئيل د پي ټي آئي يوې لارښودې په هندۍ او افغان ميډيا دا تاثر وركړے دے چې د پي ټي آئي باني ژوند په خطر كښې دے حالانكه د پي ټي آئي باني ته په زندان كښې ھغه سهولتونه ترلاسه دي كوم چې عام بنديوان ته نه وي ترلاسه ٬ يو بنديوان ته هم د ټريډ مل او سائيکل په څير سهولتونه كله هم نه دي وركړې شوي٬ د پي ټي آئي باني هره ورځ يو نيم ساعت ټريډ مل كاروي او يو خوا په نړيواله ميډيا دا پروپېګنډه كوي چې د ھغه ژوند ته خطر پیښ دے ٬ د دې مقصد د پاکستان حکومت او ادارې بدنامول دي ۔ وفاقي وزير ووئيل د پي ټي آئي باني د سهار ناشته د يو بې وځله سړي د يوې اوونۍ د خوراك برابر ده او د هېوا د په تاريخ كښې كله هم يو بنديوان ته د دې نوعيت سهولتونه نه دي وركړې شوي۔ ده ووئيل د پي ټي آئي باني پخپل حكومت كښې وئيل چې زه به د دوي اے سي كوزوم“ د پي ټي آئي باني تر دې حده تللے ؤ او خپل سياسي مخالفت كښې يې دا وئيلي وٶ چې د مخالف لور د ھغه په وړاندې ګرفتار كړئ دغسې چې ھغوي ته تكليف ورسي ٬ دا خبرې چې ھغه په كومه لهجه، انداز اوغرور او كبر كړې په ھغې د خپل رب نه دې معافي اوغواړي۔ وفاقي وزير ووئيل د پي ټي آئي د باني درې واړه خوېندې په 9 مئي د کور کمانډر هاٶس نه بهر موجود وې او د دې شواهد هم موجود دي ٬ اوس دوي د اډياله زندان مخې ته د امن او امان خرابولو هڅې كوي۔ ده ووئيل د قواعدو له مخې يو بنديوان سره د سياسي نوعيت خبرو اجازه نه وي او دا رپورټ شوې چې د ملاقات په مهال سياسي خبرې شوي ة ځكه د نن نه پس د عظميٰ خان په ملاقات هم بندېز دے٬ ده ووئيل په سياسي چارو خبرې كول٬ د رياست په ضد خلق لمسولو پشمول نورې هڅې رپورټ شوي دي۔ وفاقي وزير ووئيل د جيل سپرنټنډنټ په موجودګۍ كښې ملاقاتونه كېږي او څوك چې د قاعدې او قانون خلاف ورزي كوي د ھغوي ملاقات به بندولې شي۔ ده واضحه كړه چې كه د زندان نه بهر د امن او امان صورتحال خرابولو هڅه وشوه نو د دې به سخت نوټس اخستلے شي۔ د اطلاعات وزير ووئيل دا ممكن نه دي چې يو كس په زندان كښې د هند او افغانستان بيانيه وړاندې بوځي او ملاقاتي په بهر راتللو د پوځ او د ھغوي د مشر په ضد ټويټس وكړي او ټول نظام ته د زيان رسولو هڅه وكړي او د هند او افغانستان ميډيا سره مركې وكړي۔ ده ووئيل د قواعدو كه خلاف ورزي اوشي نو قانون په هېڅ صورت كښې د ملاقات اجازه نه وركوي، دوي ته يوه موقع وركړې شوې وه خو چا چې خلاف ورزي كړې د ھغوي ملاقاتونه بند كړي شوي ۔ ده د پي ټي آئي د باني د زندان څخه بهر پېغامونه راځي چې د ادارو په ضد ټويټ وكړئ او يوازې د مايوسۍ څرګندونه وكړئ٬ عظميٰ خان درست وئيلي دې د پي ټي آئي باني په غصه او فرسټريشن كښې ٶ٬ هغه له سوچ پكار ٶ چې ميګا کرپشن كوې نو د نورو هم وار راتللے شي خو ھغه وخت به هغه وئيل يو به نه پرېږدم٬ دا ډول خبرې د هغه د سياست محور ٶ۔ ده ووئيل د پي ټي آئي په دور كښې مېندې٫ خوېندې او لوڼه ګرفتارېدلې٬ د دوي خپل كار دا ٶ چې د 190 ملين پاٶنډ ميګا کرپشن سکينډل يې وكړو د كومې چې دوي تر اوسه يو قانوني ځواب نه لري٬ كله چې دوي نه وپوښتلې شي نو په ځواب كښې وائي چې مونږ به د رياست مدينه نوم اخستو ځكه سزا وار كړے شو او حقيقت دا دے چې د پي ټي آئي يو لارښود د دې كېس قانوني دفاع ونه كړے شوه۔ وفاقي وزير ووئيل رياست پرېكړه كړې ده چې كه د زندان نه بهر د امن او امان صورتحال ېپدا كړې شو نو سختي به كولې شي او په دې لړ كښې د زيرو ټالرنس پاليسي ده۔ وفاقي وزير واضحه كړه چې د قواعدو خلاف ورزي كونكي يو كس ته به د ملاقات اجازه نه وركوٶ٬ كه د لاء اينډ آرډر صورتحال پيدا كړې شو نو رياست به خپل رټ باوري كوي ٬ په دې كښې دې ابهام نه وي٬ په دې لړ كښې هدايات وركړې شوي ۔ ده ووئيل نن نړۍ د پاكستان د خارجه پاليسۍ ستائنه كوي خو دوي د خپلې نه نه اوړي٬ دوي غواړي چې د هېواد دفاع كمزوري وي او د رياست سالميت متاثره وي۔ وفاقي وزير ووئيل دوي د هېواد د ډيفالټ دعاګانې كړي خو پاك پروردګار په كرم معيشت ټيک آف كړے، د زرمبادله پانګې زياتې شوې، ګرانۍ كښې كمے راغلے او كه نن هم د هېواد د معيشت موازنه وكړې شي نو دا د ھغې نه زيات بهتر دے كوم چې پي ټي آئي پرېښودے ؤ ۔ ده ووئيل د “اړان پاکستان” له مخې معيشت د ترقۍ په لور روان دے۔ وفاقي وزير ووئيل د پي ټي آئي د باني مقصد صرف ”زه، زه او زه دے“ بشپړه انا پرستۍ او ذاتي مفادو لپاره قامي مفاد قربانول د هغوي طرز عمل دے٬ هېواد او قام دوي لپاره هېڅ اهميت نه لري، كله د غلامۍ نعره وهي او كله دا تسليموي٬ په هره معامله يوټرن اخلي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ په اېن اېف سي غونډه كښې ګډون خوشبينه خبره ده٬ دا د هغوي بنيادي ذمه واري ده۔ ده ووئيل اوس د سړكونو سياست نه پرته په غونډو كښې ګډون كوي۔ عطاء الله تارړ ووئيل هغوي له د ايپکس کميټي په غونډه كښې ګډون پكار ٶ او خپل كردار ورله لوبول پكار ٶ۔ ده ووئيل وزيراعظم څو ځله د دې وړاندېز تذكره كړې چې د صوبې بهترۍ او د اولس خېرښګړې لپاره په ګډه كار كولو له چمتو يو۔ د يوې پوښتې په ځواب ده ووئيل په “اېکس” يو فيچر معارفي شوے دے د كومې نه چې دا معلومېږي چې ايکس اکاٶنټ كوم هېواد څخه اپرېټ كېږي٬ د پي ټي آئي نيم اكاٶنټ د هند او نيم د افغانستان څخه چليږي، اوس په دې كښې ابهام پاتې نه دے ۔ ده ووئيل په هېواد كښې قانون او آئين موجود دے، يو سزا وار مجرم څوك چې د كرپشن په كېس كښې بنديوان دے٬ ھغه ته دا اجازه نشته چې ھغه دا ډول بيانيه خپره كړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په ضمني انتخابات كښې لاهور څخه د تحريک انصاف څلور څلور كانديدان ولاړ وٶ، په هري پور كښې د صوبائي مشينري باوجود الېكشن يې وبېللو، د تحريک انصاف ايډمنسټريشن، پوليس او عمله خپله وه او هلته د مسلم ليګ (ن) سياسي ورکر بابر نواز كامياب شوے ،د پي ټي آئي دروغ، مکر او فريب ته پام نه دي كول پكار ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پنجاب حکومت ته د اډياله زندان د سپرنټنډنټ لخوا درخواست راغلے چې د معمول له مخې په ملاقاتونو كښې ستونزې رامخئ ته دي او دا صورتحال پريشانۍ سبب جوړېږي۔ ده ووئيل اوس به څوك لاء اينډ آرډر نه خرابوي او چا ته به قانون په لاس كښې د اخستو اجازه نه وركوٶ











