اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي)د منصوبه بندۍ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال د زيارت په ورځ د وزيراعظم جوړه كړې كمېټۍ دريمې اعلٰی كچ غونډې مشري وكړه د كومې مقصد چې ګوادر كښې د اوبو او بجلۍ بيا بيا رامخې ته كېدونكې بحران مستقل حل لټول او د ګلګت بلتستان(جي بي) او ګوادر روانو او د مجوزه توان پروژو جاج اخستل وو۔په غونډه كښې د …
د احسن اقبال په مشرۍ كښې ګلګت بلتستان او ګوادر كښې د توان پروژو په اړه غونډه٬ د 24 اربه روپو په جي بي سولر پروژه غور٬وفاقي وزير د سمدستي د عملدرآمد كولو امر وكرو
اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي)د منصوبه بندۍ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال د زيارت په ورځ د وزيراعظم جوړه كړې كمېټۍ دريمې اعلٰی كچ غونډې مشري وكړه د كومې مقصد چې ګوادر كښې د اوبو او بجلۍ بيا بيا رامخې ته كېدونكې بحران مستقل حل لټول او د ګلګت بلتستان(جي بي) او ګوادر روانو او د مجوزه توان پروژو جاج اخستل وو۔په غونډه كښې د توان وفاقي وزير اويس احمد خان لغاري پشمول اړوندو وزارتونو او د ادارو سينئر چارواكو ګډون وكړو۔غونډې ته پروفيسر احسن اقبال ووئېل حكومت د جي بي او ګوادر اولس ته د ورمخې ته اوږدې مودې د بجلۍ بحران حل لپاره عزم لري٬ځكه چې د تعطل نه غېر بجلي نه يوازې معاشي هلو ځلو لپاره ضروري ده بلكې تل پاتې پرمختګ او خدمات لپاره هم ضروري ده۔ده ووئيل د وزيراعظم هدايات له مخې ګلګت بلتستان په اړه د توان پروژو ته پام لرنه كولې شي او دا ټاكلي وخت دننه بشپړول د حكومت وړومبې ترجيح ده۔ده ووئيل د ګلګت بلتستان اولس ته مناسب او د باور وړ بجلي وركول زمونږ ذمه داري ده او د دې لپاره ټول ضروري اقدامات كيږي۔د وزيراعظم هدايات په رڼا كښې د جي بي توان پروژې په تندۍ سره عملدرآمد لپاره يو جامع ايكشن پلان منظور كړے شوے چې له مخې به يې تر جون 2026 سيمې ته 100 ميګاواټ اضافي بجلي وركولې شي۔په غونډه كښې 100 ميګاواټ ډسټري بيوټډ فوټو وولټائيك(ډي پي وي)سولر پروژې د پېشرفت هم جاج واخستلے شو كومه چې دجي بي بيلو ځايونو كښې جوړېدونكې ده۔په دې پروژه كښې 18 ميګاواټ روف ټاپ سولر سسټم او 82 ميګاواټ يوټيلټي اسكيل سسټم شامل دے د كوم چې مجموعي لګښت 24 اربه روپۍ دے۔په غونډه كښې د منصوبه بندۍ وزير په دې خبره زور راوړو چې ګوادر ته توان وركولو سره سره د بندر ځايونو د سروسز معيار كښې ښه والے او د قانون نافذ كوونكو ادارو موثر كاركردګي هم ضروري ده دغسې چې پرمختيائي پروژو ميوې په معاشي هلو ځلو بدلې شي۔ده هدايت وكړو چې د بلوچستان حكومت او ګوادر ډوېلپمنټ اتهارټي(جي ډي اے)سره بشپړه همغږي وساتلې شي۔پروفيسر احسن اقبال د دې عزم پخلے وكړو چې ګلګت بلتستان او ګوادر اولس ته د باور وړ بجلي وركول د حكومت وړومبې پام لرنه ده او په دې لړ كښې ټولو پروژې به د ټاكلي وخت له مخې بشپړولې شي۔ده ووئيل دې اقدامات سره به دواړو منطقو كښې نه يوازې د ژوند معيار ښه شي بلكې د تل پاتې پرمختګ بنياد به هم وګرځي ۔











