د پي ايم ايل (ن)صدر محمد نواز شريف د ګوجرانواله ماس ټرانزټ پراجيكټ منظوري وركړه

لاهور 04 دسمبر (اے پي پي)د پاكستان مسلم ليګ(ن)صدر محمد نواز شريف د ګوجرانواله ماس ټرانزټ پراجيكټ منظوري وركړې ده۔ د پي ايم ايل اين صدر محمد نواز شريف په مشرۍ كښې خاص غونډه وشوه ۔په غونډه كښې د پنجاب وزيراعلٰی مريم نواز هم موجود وه او د دفاع وزير خواجه محمد آصف هم غونډه كښې ګډون كولو۔محمد نواز شريف ووئېل ماس ټرانزټ پراجيكټ د ګوجرانواله خلكو حق دے كوم …

لاهور 04 دسمبر (اے پي پي)د پاكستان مسلم ليګ(ن)صدر محمد نواز شريف د ګوجرانواله ماس ټرانزټ پراجيكټ منظوري وركړې ده۔ د پي ايم ايل اين صدر محمد نواز شريف په مشرۍ كښې خاص غونډه وشوه ۔په غونډه كښې د پنجاب وزيراعلٰی مريم نواز هم موجود وه او د دفاع وزير خواجه محمد آصف هم غونډه كښې ګډون كولو۔محمد نواز شريف ووئېل ماس ټرانزټ پراجيكټ د ګوجرانواله خلكو حق دے كوم چې دوي ته ډېر وړاندې ترلاسه كېدل پكار وو۔د ګوجرانواله په پرمختګ او اولس ته آسانيو ډېر خوشحاله شوے يم۔ دغسې ده ته ج ګوجرانواله ماس ټرانزټ پراجيكټ په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو ۔د ټرانسپورټ صوبائي وزير بلال اكبر د ګوجرانواله ماس ټرانزټ پراجيكټ په اړه تفصيلات وړاندې كړل ۔بريفنګ كښې ووئېل شول ګوجرانواله ماس ټرانزټ داولس آسانيو لپاره جوړېدونكے تاريخي پراجيكټ دے۔ګوجرانواله ماس ټرانزټ پراجيكټ ايمن آباد څخه تر ګھکھړ 30 كلوميټر څخه زيات اوږد دے۔ګوجرانواله ماس ټرانزټ پراجيكټ څخه به هره ورځ 51 زره څخه زيات مسافر مستفيد كېږي۔ګوجرانواله ماس ټرانزټ پراجيكټ كښې به 40 اليكټرك آرټيكو ليټډ بسونه چلولې شي۔