اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي)د وزيراعظم د صنعت او پيداوار خاص مرستيال هارون اختر خان د آټو انډسټري پلاوي سره د مهمې غونډې مشري وكړه چې پكښې سيكټر ته د ورامخې ته شوو مسئلو جاج واخستلے شو ۔غونډه د صنعت سېكرټري سيف انجم او سي اي او انجينئرنګ ډوېلپمنټ بورډ حماد منصور هم ګډون وكړو۔په غونډه كښې آټو سيكټر ته د ورامخې ته چېلنجونو٬ د استعمال شوو ګاډو …
د خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې د آټو انډسټري پلاوي سره غونډه٬آټو سيكټر ته د ورامخې ته مسئلو جاج واخستلے شو
اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي)د وزيراعظم د صنعت او پيداوار خاص مرستيال هارون اختر خان د آټو انډسټري پلاوي سره د مهمې غونډې مشري وكړه چې پكښې سيكټر ته د ورامخې ته شوو مسئلو جاج واخستلے شو ۔غونډه د صنعت سېكرټري سيف انجم او سي اي او انجينئرنګ ډوېلپمنټ بورډ حماد منصور هم ګډون وكړو۔په غونډه كښې آټو سيكټر ته د ورامخې ته چېلنجونو٬ د استعمال شوو ګاډو درآمد او د ځايې مينو فيكچرنګ په بيلو چارو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه۔پاكستان آټو مينو فيكچررز ايسوسي اېشن استازو په دې خبره زور راوړو چې د ټيكس اصلاحات او استعمال شوو ګاډو په درآمد موثر كنټرول څخه ځايې پېداوار مستحكمېدې شي۔د هغوي وينا وه چې د استعمال شوو ګاډو امپورټ په اره لبرل پاليسيز د ځايې آټو انډسټري ترلاسه كاميابو ته زيان رسولې شي۔هارون اختر خان ووئېل آټو انډسټري د پاكستان لارج سكيل مينو فيكچرنګ سيكټر كښې مهم كردار ادا كوي۔ده پلاوي له باور وركړو چې حكومت د استعمال شوو ګاډو درآمد په اړه د انډسټري اندېښنو ادراك لري۔ده ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف په هدايات د استعمال شوو ګاډو درآمد په اړه به نوې قوانين او ريګوليټري فريم ورك معارفي كولې شي۔ده واضحه كړه چې يوازې هغه استعمال شوې ګاډي به پاكستان ته داخليدې شي كوم چې حفاظتي او ماحولياتي معيار له مخې وي۔د صنعت سېكرټري سيف انجم غونډې ته ووئيل د كمرشل امپورټ لپاره به درې كاله بهر پاتې كېدل او د مالك په نامه د يو كال رجسټرېشن هغسې لازمي وي۔ده ووئيل د درآمد شوو ګاډو حفاظتي او معياري تقاضې پری شپمنټ انسپیکشن د لارې چيك كولې شي۔هارون اختر خان ووئيل نوې ريګوليشن څخه به د آټو ماركيټ كښې سپيځلتيا او د ميرټ په بنياد مقابله باوري كولې شي۔











