روم 04 دسمبر (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن په روم كښې د اټاليه د زارعت٬ فوډ سوورينټي او فاريسټري وزير فرانچيسکو لولوبريجيدا سره ليدل۔ دا ملاقات وفاقي وزير د اټاليې خپلې دورې په مهال كړې چرته چې وفاقي وزير د اېف اے او په کونسل كښې د پاکستان نمائندګي كوي۔ د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت لخوا د جاري اعلاميه …
وفاقي وزير رنا تنوير حسين په روم كښې د اټاليه د زارعت٬ فوډ سوورينټي او فاريسټري وزير سره وليدل
روم 04 دسمبر (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن په روم كښې د اټاليه د زارعت٬ فوډ سوورينټي او فاريسټري وزير فرانچيسکو لولوبريجيدا سره ليدل۔ دا ملاقات وفاقي وزير د اټاليې خپلې دورې په مهال كړې چرته چې وفاقي وزير د اېف اے او په کونسل كښې د پاکستان نمائندګي كوي۔ د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت لخوا د جاري اعلاميه له مخې د ملاقات په مهال دواړو مشرانو د اوږدې مودې د دوستۍ په اړيكو د اطمينان څرګندونه كولو سره د زراعت او غذائي تحفظ په څانګو كښې د نور عملي او د مضبوط شراکت دارۍ د عزم پخلې هم كړې۔ دواړو وزيرانو د زيتون د جاري منصوبو د پېشرفت جاج واخست چې پكښې پرمختيائي مرستې لپاره د اټاليه اېجنسۍ (اے آئي سي اېس) په مرسته چلېندونكې “اوليو کلچر سکيل اَپ پراجيکټ” شامل دے٬ دا پروګرام د “اوليو کلچر پراجيکټ” (2022–2024) او پاکستان كښې په تجارتي كچه د زيتون كر ودې” (فيز II، 2021–2026) په کاميابۍ ولاړ دے۔ په دې موقع د اړوند چارو پشمول د شريكې خوښې په بيلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔











