د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري سره د كينيډين هائي كمشنر طارق علي خان په مشرۍ كښې د پلاوي ملاقات

اسلام آباد۔ 4 دسمبر(اے پی پی) د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري سره د كينيډين هائي كمشنر طارق علي خان په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د پاكستان د توان په څانګه كښې د دوه اړخيزه همكارۍ او سرمايه كارۍ په امكاناتو خبرې وشوې۔ د ملاقات په مهال طارق علي خان د کېنڈین کمپنیو برېښنا پېداوار په څانګه كښې سرمايه كارۍ كښې خوښي ښكاره …

اسلام آباد۔ 4 دسمبر(اے پی پی) د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري سره د كينيډين هائي كمشنر طارق علي خان په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د پاكستان د توان په څانګه كښې د دوه اړخيزه همكارۍ او سرمايه كارۍ په امكاناتو خبرې وشوې۔ د ملاقات په مهال طارق علي خان د کېنڈین کمپنیو برېښنا پېداوار په څانګه كښې سرمايه كارۍ كښې خوښي ښكاره كړه۔ وفاقي وزير په ډاګه كړه چې حكومت په سباؤن كښې د برېښنا اغستو اراده نه لري۔ ده ووئيل د پاكستان د توان څانګه كښې ټرانسمېشن، نېټ ورک اپ ګرېډېشن او عصري ټېكنالوجيز كښې د سرمايه كارۍ موقعې موجود دي۔ د وفاقي وزير بريفنګ څخه وروستو طارق علي خان په ټرانسمېشن سېكټر كښی هم خوښي ښكاره كړه۔ په ملاقات كښې په دې خبره اتفاق وكړے شو چې پاور ډویژن به کېنېډین ادارو سره د ټرانسمېشن، متبادل توان او بېټری انرجی سټورېج سسټمز په شمول هغه ټولې منصوبې ګډې كړي په كومو كښې چې د سرمايه كارۍ امكانات موجود دي دغسې چې عملي پېشرفت ګړندے كړے شي