اسلام آباد۔4دسمبر(اے پی پی) په بلوچستان كښې د مواصلات په څانګه كښې مهم پېشرفت رامخې ته شوے دے ٬ په كراچي ٬ كوئټه ٬ چمن ستره لاره اين 25 كار پيل شوے۔ د مواصلات وفاقي وزير عبد العليم خان په مشرۍ كښې د اېن اېچ اے د اعلی كچې غونډه وشوه په كومه كښې چې ووئيل شول په بلوچستان كښې د پاکستان اېکسپرېس وے په 800 کلومیټره اوږده ستره لاره …
په بلوچستان كښې په كراچي ٬ كوئټه ٬ چمن ستره لاره اين 25 كار پيل شو
اسلام آباد۔4دسمبر(اے پی پی) په بلوچستان كښې د مواصلات په څانګه كښې مهم پېشرفت رامخې ته شوے دے ٬ په كراچي ٬ كوئټه ٬ چمن ستره لاره اين 25 كار پيل شوے۔ د مواصلات وفاقي وزير عبد العليم خان په مشرۍ كښې د اېن اېچ اے د اعلی كچې غونډه وشوه په كومه كښې چې ووئيل شول په بلوچستان كښې د پاکستان اېکسپرېس وے په 800 کلومیټره اوږده ستره لاره تعميراتي كار پېل شو۔ وفاقي وزير ووئيل وزیراعظم سږ كال د دې سترې لارې د جوړولو اعلان كړے ؤ۔ ده ووئيل خضدار څخه تر مستونګ په اېن 25 ستره لاره هم كار روان دے۔ په غونډه كښې ګوادر، کھپرو، کوسټل هائی وے او نورو سترو لارو سره په اړوندو چارو هم غور وكړے شو۔ وفاقي وزير د بلوچستان د نورو سترو لارو هم زر تر زره د بشپړولو هدايت وكړو۔ په غونډه كښې وفاقي وزير ته د اېن اېچ اے چیئرمېن او نورو اعلی چارواكو د بلوچستان په منصوبو بريفنګ وركړو











