اُرمچي 04 دسمبر (اے پي پي)د منصوبه بندۍ، ترقۍ و خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفیسر احسن اقبال اُرمچی كښې د خپلې دورہې په مهال سنکیانګ پوهنتون ته د دواړو هېوادونو سرحدي سيمو كښې د تعلیمي مرستې ودې له تجویز وركړو ۔ وفاقی وزیر سنکیانګ یونیورسټۍ ته په رسېدو د یونیورسټي نائب صدر او د پاکستان طلبه تود هر كلے وكړو ۔خپل خطاب كښې پروفیسر احسن اقبال د سنکیانګ یونیورسټي او …
د پروفیسر احسن اقبال لخوا د سنکیانګ یونیورسټۍ او قراقرم یونیورسټۍ ګلګت تر مينځه د تعلیمي همكارۍ وړاندېز
اُرمچي 04 دسمبر (اے پي پي)د منصوبه بندۍ، ترقۍ و خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفیسر احسن اقبال اُرمچی كښې د خپلې دورہې په مهال سنکیانګ پوهنتون ته د دواړو هېوادونو سرحدي سيمو كښې د تعلیمي مرستې ودې له تجویز وركړو ۔ وفاقی وزیر سنکیانګ یونیورسټۍ ته په رسېدو د یونیورسټي نائب صدر او د پاکستان طلبه تود هر كلے وكړو ۔خپل خطاب كښې پروفیسر احسن اقبال د سنکیانګ یونیورسټي او د قراقرم انټرنیشنل یونیورسټي (کے آئی یو ) ګلګت تر مينځه د رسمي تعلیمي و تحقیقي همكارۍ رامخې ته كولو تجویز وركړو ۔ د دې همكارۍ مقصد د سنکیانګ او ګلګت بلتستان سيمو كښې علم، تحقیق، جدید ټیکنالوجي او د افرادي وسائلو ته پرمختګ وركول دي ۔ د سنکیانګ یونیورسټي نائب صدر دې تجویز سره په صلاح يوه كولو د مشترکه تعلیمي او تحقیقي پروګرامز، فیکلټي ایکسچینج او د اسټوډنټ ریسرچ مرستې له د شريک فریم ورک په تشکیلولو اتفاق وكړو ۔ وفاقي وزیر ته د پوهنتون په تاریخ، د فیکلټي په صلاحیتونو، تحقیقي هلو ځلو، صنعتي شراکت دارۍ او د قامي ترقۍ اهداف سره د همغږۍ لرونكې تحقیقی فنډنګ په ماډل جامع بریفنګ هم وركړے شو۔د بریفنګ په مهال وئېل شول سنکیانګ یونیورسټي كښې د تحقیقاتي فنډنګ لويه برخه— نزدې 40 فیصد ه نيغ په نيغه د صنعت نه تر لاسه كېږي۔پروفیسر احسن اقبال دا تحقیقاتي ماډل د پاکستان لپاره يو د تقلید وړ مثال ګرځولو سره ووئېل د دواړو هېوادونو تعلیمي ادارو تر مينځه مؤثر اشتراک نه يوازې د منطقې ترقۍ كښې مهم کردار ادا کړي بلکې پاک–چین دوستي به لا رامخې ته كړي ۔۔











