اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان او کرغزستان ترمېنځه د دوه اړخيزه تجارت حجم تر 200 ملين ډالرو رسولو عزم پخلي كولو سره وئيلي دي پاکستان، کرغزستان سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او د سېلګړۍ٬ تجارت، توان٬ كر كېلې، تعليم، دفاع، رابطو او د كلتور په څانګو كښې روابط نوې لوړې كچه ته په رسولو كښې خوښي لري٬ کرغزستان ته به د …
د پاکستان او کرغزستان ترمېنځه 15 لوظنامې او د مفاهمت ياددښتنو لاس ليك شول ، د پاکستان او کرغزستان ترمېنځه د دوه اړخيزه تجارت حجم تر 200 ملين ډالرو رسولو عزم
اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان او کرغزستان ترمېنځه د دوه اړخيزه تجارت حجم تر 200 ملين ډالرو رسولو عزم پخلي كولو سره وئيلي دي پاکستان، کرغزستان سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او د سېلګړۍ٬ تجارت، توان٬ كر كېلې، تعليم، دفاع، رابطو او د كلتور په څانګو كښې روابط نوې لوړې كچه ته په رسولو كښې خوښي لري٬ کرغزستان ته به د خپلو بندرځايونو د لارې سيمه ايز او تر نړيوال تجارت رسنه وركوٶ، د پاکستان کرغزستان بزنس فورم څخه به د مرستې نوې لارې پرانستلې شي، او د کرغزستان صدر صادر ژپاروف ووئيل معاشي استحکام او پرمختګ لپاره هلې ځلې د پاكستان د وزيراعظم د وژن عكاسي ده٬ په بېلو سيمه ايزو او نړيوالو فورمونو زمونږ خيالات يو ډول دي، پاکستان د کرغزستان دوست او د باور وړ شراكتدار دے، تجارت ،تعليم، سائنس او په نورو څانګو كښې به مرسته زياتول وي، د توان په څانګه كښې په کاسا 1000 منصوبه په وخت عملدرامد سره به شريكه ګټه تر لاسه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دوي د زيارت په ورځ د پاکستان او کرغزستان ترمېنځه د مرستې ودې لپاره په 15 لوظنامو او د مفاهمت د ياددښتنو تبادلې دستورې په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د کرغزستان د صدر په اسلام آباد كښې هركلے كوم٬ دواړه هېوادونه د ورورولۍ ښې اړيكې لري٬ د کرغزستان صدر دوه لسيزې پس د پاکستان دوره كوي ٬ حکومت او د پاکستان 24 كروړه اولس لخوا د ګران مېلمه هركلے كوم٬ پاکستان کرغزستان سره اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬ دوه اړخيزه اړيكې قوي كولو لپاره دا دوره ډېره د اهميت وړ ده، ده ووئېل دې دورې سره به د دوارو هېوادونو ترمېنځه په بېلو څانګو دوه اړخيزه مرسته لا وده ومومي۔ ده ووئيل پاکستان او جمهوريه کرغزستان د مودو اړيكې لرونكې د جغرافيائي اهميت وړ هېوادونه دي٬ زمونږ زړونه د يو بل لپاره درځېږي۔ ده ووئيل د کرغزستان صدر سره په خبرو كښې په بېلو څانګو كښې په مرسته، سيمه ايزو او نړيوالو چارو خبرې شوي٬ مونږ د اولسي روابطو سره په كلتوري او نورو څانګو كښې مرستې زياتولو لپاره هم خبرې كړې، مونږ اړيكې نوې لوړې كچې ته رسولو لپاره د مشتركه عزم پخلے كړے، ده ووئيل په 1992 كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سفارتي اړيكو جوړېدو نه وروستو زمونږ اړيكې د شريك باور په بنسټ لا يو په دوه شوي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنجه په بېلو معاشي څانګو كښې اړيكو ته وده وركولو لپاره يو بزنس فورم هم جوړوو چې ورسره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارتي روابطو ته لا وده ترلاسه شي، د توان او تجارت روابطو ته وده وركول او د معيشت په نورو څانګو كښې به مرسته زياتوٶ٬ وزيراعظم ووئيل په بېلو څانګو كښې د مرستې 15 لوظنامې او مفاهمتي ياددښتونه ډېر مهم پېشرفت دے ۔ ده ووئيل د پاکستان، کرغزستان بزنس فورم سره به د مرستې نوې لارې پرانستلې شي، په بزنس فورم كښې به د 200 ملين ډالرو د مفاهمت په ياددښت لاسليك كېږي چې ورسره به زمونږ دوه اړخيزه تجارتي حجم كوم چې دا مهال د 15 نه تر 16 ملين ډالر دے په دوو كالو كښې تر 200 ملېن ډالرو ورسيږي۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل پاکستان تر بحيره هند د ګيټ وے حېثيت لري ٬ مونږ به کرغزستان ته سيمه ايز او تر نړيوال ماركيټ رسنې لپاره د کراچۍ بن قاسم او د ګوادر بندرځايونو د لارې رسنه وركوٶ۔ ده ووئيل كلتوري تبادلې، سېلګري او د تعليم په څانګو كښې د مرستې د لارې په اولسي رابطو هم خبرې شوې دي٬ دوه اړخيزه اړيكې مستحكم كولو لپاره د کرغزستان د صدر د عزم مننه كوٶ٬ ده ووئېل مونږ اړيكې نوې لوړې كچې ته رسولو لپاره د مشتركه عزم پخلے كړے ، توان، تجارت٫ او روابطو ته وده وركول او په نورو څانګو كښې به مرسته زياتوٶ، په بېلو څانګو كښئ د مرستې 15 لوظنامې او مفاهمتي ياددښتونه مهم پيشرفت دے٬ د دواړو هېوادونو د اولس په ګټه او سيمه ايز استحكام له به په ګډه مخ په وړاندې ځوو٬ وزيراعظم ووئېل د كلتور په څانګه كښې مرستې ته وده وركولو لپاره به دواړه هېوادونه د بېلو دستورو اهتمام كوي۔ د کرغزستان صدر صادر ژپاروف ووئيل په تود هركلې او په ښه كوربتوب د پاکستان حکومت او د اولس مننه كوٶ، 20 كاله پس د کرغستان د يو صدر د پاکستان او په 2021 كښې د صدارت منصب سنبهالولو نه پس دا زما د پاكستان وړومبۍ دوره ده٬ د دورې په بلنه د وزيراعظم شهباز شريف مننه كوم، پاکستان په سوئيلي اسياء كښې د کرغزستان مهم شراکت دار دے٬ مونږ تاريخي اړيكې لرو ٬ هغه ووئېل مونږ تجارت، سائنس، تعليم او په نورو څانګو كښې مرستې ته په وده وركولو خبرې كړي، معاشي استحکام او پرمختګ لپاره هلې ځلې د پاکستاني وزيراعظم د وژن عکاس دي، مونږ په دوه اړخيزه مرسته او د سباٶن په منصوبو تفصيلي خبرې وكړې، په تجارتي روابطو كښې اضافې لپاره د بزنس فورم تابيا مهمه ده، هغه د کاسا 1000 منصوبې په اهميت زور راوړلو سره ووئيل په دې منصوبې په وخت عملدرامد سره به شريكه ګټه تر لاسه شي٬ مونږ په مواصلات٬ ټرانسپورټ او نورو څانګو كښې د مرستې د زياتولو په استعداد خبرې كړي٬ دا مهال په کرغزستان كښې د 12 زره نه زيات پاكستاني زده كوٶنكي زده كړې كوي٬ د توان حاجت ترسره كولو لپاره کاسا 1000 منصوبه د اهميت وړ ده٬ مونږ په منطقه كښې امن، استحکام او سيکيورټي لپاره په مرسته زياتولو اتفاق كړے ٬ تجارت ،تعليم، سائنس او په نورو څانګو كښې به مرسته زياتوٶ، هغه ووئېل د کرغزستان د آزادۍ ورځ په دستوره كښې ګډون لپاره وزيراعظم شهباز شريف ته بلنه وركړې شوې٬ دواړه هېوادونه د ترهګرۍ خاتمې لپاره عزم لري او په بېلو سيمه ايزو او نړيوالو معاملو زمونږ خيالات يو ډول دي، په كال 2027 كښې ګلوبل کلائميټ سمټ بشکيك كښې كېدونكے دے چې پكښې به د وزيراعظم شهباز شريف د ګډون هركلے كوٶ٬ هغه ووئيل مونږ معيشت، د بندرځايونو استعمال، تعليم، زراعت او په نورو څانګوه كښې مرستې ته ودې وركولو لپاره په لوظنامو او د مفاهمت په ياددښتونو لاسليك كړے دے٬ پاکستان د کرغزستان دوست او د باور وړ شراكتدار دے ٬ نننۍ شوې لوظنامې به زمونږ د اولس ګتې او د دواړو هېوادونو اړيكو ودې لپاره مرستيالې ثابت شي۔











