د بشپړه تګلارې په نتيجه كښې پوليو كيسونه له 74 څخه كميدو سره 30 پاتې شوي دي٬ د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفی كمال

اسلام آباد۔4 دسمبر(اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفې كمال وئيلي دي د پاك پروردګار په فضل او بيا د بشپړه او پرله پسې تګلارې په نتيجه كښې پوليو كېسونه 74 څخه كمېدو سره 30 ته راغلې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په جنيوا كښې په ګاوی بورډ میټنګ كښې د پاكستان نمائندګي كولو په مهال وكړه۔ د روغتيا وفاقي وزير ګډون كوؤنكي د پوليو مخنيوي او …

اسلام آباد۔4 دسمبر(اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفې كمال وئيلي دي د پاك پروردګار په فضل او بيا د بشپړه او پرله پسې تګلارې په نتيجه كښې پوليو كېسونه 74 څخه كمېدو سره 30 ته راغلې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په جنيوا كښې په ګاوی بورډ میټنګ كښې د پاكستان نمائندګي كولو په مهال وكړه۔ د روغتيا وفاقي وزير ګډون كوؤنكي د پوليو مخنيوي او د حفاظتي ټيكو په لړ كښې شوي د ذكر وړ پېشرفت په اړه خبر كړل۔ ده ووئيل د معمول حفاظتي ټيكو په كورېج كښې ښكاره ښه والې ريكارډ كړې شوې دې۔ ده ووئيل د زیرو ډوز كوچنيانو په ګوته كول او دوئي ته رسېدل د حكومت لومړۍ ترجيح ده۔ د روغتيا وفاقي وزير ای پی آئی او پی ای آئی ډلو سره د كميونټي هېلتھ وركرز خواري وستائله۔ وفاقي وزير د حفاظتی ټيكو په كورېج كښې زياتوالي او د كوچنيانو سباؤن محفوظ كولو له د خپل عزم پخلے وكړو۔ د ای پی آئی او پی ای آئی ګډ اقدام سره په مئي او ستمبر كښې 4 لکه زیرو ډوز كوچنيان په ګوته كړې شول۔ د اعلی معيار پوليو كمپائنز په نتيجه كښې د لكھونو په شمېر كوچنيانو ته د پوليو وېكسين رسول باوري كړې شوؤ۔ سید مصطفیٰ کمال ووئيل چې د كال 2025 په پايه كښې به پولیو مهم 15 څخه تر 21 دسمبر روان ساتلے شي۔ په قامي پوليو مهم كښې به 4 لکه څخه زيات پوليو وركرز خذمات ترسره كوي او 4 كروړه 50 لكه څخه زياتو كوچنيانو ته به پوليو څخه د ساتلو قطرې وركولې شي۔