اسلام آباد03 دسمبر (اے پي پي) چيف جسټس آف پاكستان او چيئرمېن جوډيشل پاليسي مېكنګ كميټي (اين جے پي ايم سي) جسټس يحيې افريدي وئېلي دي د شهري مركزيت ٬ سپېځلتيا او د برابرۍ تر مخه انصاف لپاره د جديد ټېكنالوجي كارول ضروري شوي دي او د موثره عدالتي نظام جوړولو لپاره ډيجيټل اصلاحات ښكاره اهميت لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په وفاقي جوډيشل اكيډيمي اسلام آباد كښې تابيا …
موثره عدالتي نظام جوړولو لپاره ډيجيټل اصلاحات ښكاره اهميت لري ٬ د سپريم كورټ چيف جسټس يحيې افرېدي
اسلام آباد03 دسمبر (اے پي پي) چيف جسټس آف پاكستان او چيئرمېن جوډيشل پاليسي مېكنګ كميټي (اين جے پي ايم سي) جسټس يحيې افريدي وئېلي دي د شهري مركزيت ٬ سپېځلتيا او د برابرۍ تر مخه انصاف لپاره د جديد ټېكنالوجي كارول ضروري شوي دي او د موثره عدالتي نظام جوړولو لپاره ډيجيټل اصلاحات ښكاره اهميت لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په وفاقي جوډيشل اكيډيمي اسلام آباد كښې تابيا شوي مشاورتي وركشاپ ٬٬ نيشنل اي ۔۔ كورټ ريفارم ايجنډا ضروريات او چېلنجز ٬٬ ته خطاب كښې وكړه ۔ په وركشاپ كښې د سپريم كورټ معزز جج جسټس محمد علي مظهر٬ د آئي ټي وزارت سېكرټري ٬ چيئرمېن پاكستان ډيجيټل اتهارټي ٬ سېكرټري نېشنل كمېشن آن ستېټس آف ويمن ٬ د قانون وزارت سېكرټري٬ د سپريم كورټ او د ټولو هائي كورټس رجسټرارز ٬ د آئي ټي پوهانو او نورو چارواكو ګدون وكړو۔ په دې مهال چيف جسټس د نېشنل جوډيشل آتومېشن كميټۍ (اين جے اے سي) كردار سنګ ميل وګرځولو د كومې مشري چې د سپريم كورټ جج جسټس محمد علي مظهر كوي۔ ده ووئېل اين جے اے سي ٬ اين جے پي ايم سي تر مخه د ټول هېواد عدالتونو كښې ډيجيټل اقدامات يو بل سره سمون او د يوې جديدې ٬ موثره او د رسائۍ جوګه عدالتي ډهانچې تشكيل لپاره اداره جاتي بنياد وركوي۔











