د پیټروليم وفاقي وزير په مشرۍ كښې د او ايم اے پي او او سي اے سي استازو غونډه٬ د پیټروليم سپلائي چين په قوي كولو او جديدو تقاضو سره همغږۍ لپاره په صنعتي وړاندېزونو غور

اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي)د پيټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك په مشرۍ كښې د آئل ماركيټنګ ايسوسي اېشن آف پاكستان(او ايم اے پي)او آئل كمپنيز ايډوائزري كونسل(او سي اے سي)استازو غونډه وشوه۔په غونډه كښې د قامي پیټروليم سپلائي چين په قوي كولو او د جديد تقاضو سره همغږۍ لپاره په صنعتي تجاويز غور وشو۔د پیټروليم ډويژن وياند له مخې د غونډې په مهال سټيك هولډرز د پيټروليم …

اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي)د پيټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك په مشرۍ كښې د آئل ماركيټنګ ايسوسي اېشن آف پاكستان(او ايم اے پي)او آئل كمپنيز ايډوائزري كونسل(او سي اے سي)استازو غونډه وشوه۔په غونډه كښې د قامي پیټروليم سپلائي چين په قوي كولو او د جديد تقاضو سره همغږۍ لپاره په صنعتي تجاويز غور وشو۔د پیټروليم ډويژن وياند له مخې د غونډې په مهال سټيك هولډرز د پيټروليم ويليو چين كښې سپيځلتيا٬كاركردګۍ او قوي كولو لپاره جامع تجاويز وركړل۔وفاقي وزير د دې سفارشات هركلي كولو سره ووئيل حكومت د اصلاحات عمل لپاره عزم لري٬مونږ د ټولو سټيك هولډرز رايو ته د قدر په نظر ګورو۔وفاقي وزير ريګوليټر ته هدايت وكړو چې د صنعت په ګوته كړی شوي نكات ته پام لرنه وكړئ٬مونږ په ګډه په پيټروليم سيكټر كښې داسې بدلونونه راولو كوم چې صارفين٬كاروباري ورورولۍ او د هېواد معيشت لپاره ګټه ور وي۔وفاقي وزير د دې عزم پخلے وكړو چې د حكومت پراخه اصلاحاتي اقدامات له مخې پاكستان په تندۍ سره ډيجيټلائزېشن پلو مخ په وړاندې روان دے۔او سي اے سي او اے ايم او پي استازو د صنعت قيادت سره نيغ په نيغه د مشاورت اقدام ستائېلو سره دا خوشبينه وګرځولو