د پي آئي اے بولي به د روانې مياشت په 23 نېټه كيږي٬ د نجكارۍ عمل پريكنده پړاؤ ته ورسېد۔ خرم شهزاد

اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي)د خزانې وزير صلاحكار خرم شهزاد وئېلي دي د پاكستان انڼرنېشنل ايئر لائن(پي آئي اے)نجكارۍ عمل اوس پرېكنده پړاؤ ته رسېدلے ٬په دې لړ كښې پرائيويټائزېشن كمېشن(پي سي)د شورو په ورځ د وزيراعظم لخوا ټول پري كواليفائيډ بولي وركونكو په اعزاز كښې خاص د ماسپخښين مېلمستيا وركړه ۔په ايكس خرم شهزاد ووئيل وزيراعظم په دستوره كښې د شريكو سرمايه كارو هركلي كولو سره ووئېل …

اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي)د خزانې وزير صلاحكار خرم شهزاد وئېلي دي د پاكستان انڼرنېشنل ايئر لائن(پي آئي اے)نجكارۍ عمل اوس پرېكنده پړاؤ ته رسېدلے ٬په دې لړ كښې پرائيويټائزېشن كمېشن(پي سي)د شورو په ورځ د وزيراعظم لخوا ټول پري كواليفائيډ بولي وركونكو په اعزاز كښې خاص د ماسپخښين مېلمستيا وركړه ۔په ايكس خرم شهزاد ووئيل وزيراعظم په دستوره كښې د شريكو سرمايه كارو هركلي كولو سره ووئېل حكومت د نجكارۍ دا عمل په بشپړه سپيځلتيا٬مسابقت او د كاروبار دوست ماحول اصولو له مخې مخ په وړاندې بوځي۔ده ښكاره كړه چې د نجي څانګې شموليت څخه د پي آئي اے په كاركردګۍ كښې ځانګړے ښه والے راغلے دے او قامي ايئر لائن يو جديد٬فعاله او د نړيوال معيار ايئر لائن باندې بدلولې شي۔د پرائيويټائزېشن كمېشن له مخې د پي آئي اے نجكارۍ لپاره د بولۍ عمل به د دسمبر په 23مه نيټه كال 2025 كيږي٬دا عمل به د سپيځلتيا علامت په توګه نيغ په نيغه نشر كولې شي۔